د ارواپوهنې ډيپارټمنټ

الف) پېژندنه:

د ښوونې او روزنې پوهنځی چې په ۱۳۴۱ کال کې د کابل پوهنتون په چوکاټ او اډانه کې جوړ شوی و. په تشکیل کې یې د تربیتي ادارې تر نامه لاندې یو ډیپارټمنټ موجود و چې د ارواپوهنې او پیداګوژۍ موضوعات به په کې لوستل کېدل.

وروسته له ۱۳۵۲ کال څخه چې د ښوونې او روزنې پوهنتون له منځه ولاړ او محصلین یې د ادبیاتو او بشري علومو او ساینس په پوهنځیو پورې اړوند شول، د تربیتي ادارې ډیپارټمنټ یې د (مسلکي تعلیماتو) ډیپارټمنټ تر نامه لاندې د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي په اډانه کې فعالیت ته دوام ورکړ. وروسته همدغه ډیپارټمنټ په ۱۳۵۸ کال کې دویم ځلي د ښوونې او روزنې د پوهنځي په نوم جوړ شو چې دوو د ارواپوهنې او پیداګوژي ډیپارټمنټونو په کې فعالیت درلود.

د ارواپوهنې د څانګې موخه په هغه وخت کې، تر ډېره د هېواد د پوهنې په برخه کې د ارواپوهنیزو خدمتونو وړاندې کول و. د دغه ډیپارټمنټ فارغانو کولای شوای چې د پوهنې په وزارت، دارالمعلمینونو او همدارنګه د رواني روغتیا په روغتونونو کې دنده ترسره کړي.

په هېواد کې مختلفو بدلونونو او څو لسیزو جګړو دا اړتیا را مخ ته کړه، چې د خلکو او ټولنې غوښتنو او په مختلفو برخو کې پرمختګ او انکشاف ته په کتو د ارواپوهنې ډیپارټمنټ د موخو په اړه بیا کتنه وشي؛ دا ځکه په اوسني عصر کې د ارواپوهنې علم ته له پاملرنې پرته، د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې بدلون ناشونی دی، ځکه د ټولنې په مختلفو اړخونو کې بدلون، په وګړي(فرد) کې تغییر دی او په فرد کې تغییر، د هغه په چلن او کړو وړ کې د تغییر اړمن دی او د فرد په چلن کې بدلون، د ارواپوهنې د مفاهیمو د شناخت او اصولو محتاج دی. ارواپوهنه پخپل قلمرو کې د انسان په رواني ښکارندو د حاکمې قانون مندۍ، وړاندوینې، ستاینې، ښکاره کولو، کنټرول او د چلنونو، باورونو او د انسان د احساساتو په اړه بحث کوي او د فرد او ټولنې په رواني سلامتیا او لوړتیا کې ځانګړی رول لري. پر دې اساس د دې واقعیت په پوهېدو سره چې د هرې ټولنې پراختیا او پرمختګ، د هغې ټولنې د افرادو په رواني سلامت کې نغښتی دی. د ارواپوهنې د څانګې فارغان د دې وړتیا او قابلیت لري، چې د ارواپوهانو او سلاکارانو په توګه د رواني روغتیا په روغتونونو، د روږدو په روغتونونو، د ماشومانو د روزنې او اصلاح او په تحصیلي او ښوونیزو مرکزونو کې خدمت وکړي.

ب) موخې:

1. لیدلوری:

 د لیسانس په کچه د داسې علمي فضاء را منځ ته کول چې په هغې کې زده کړه، چلن او د محصلانو مهارتونه د ارواپوهنې په برخه کې له غوره ښوونیز کیفیت څخه برخمن شي. پر دې اساس د ارواپوهنې ډیپارټمنټ به د ارواپوهنې په علم کې په روان درملنه، د روږدو درملنه، د چلن اصلاح، بدلون او ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې توپیر لرونکو لیدلوریو ته ژمن وي.

2. ماموریت:

د ارواپوهنې په بېلابېلو حوزو کې په ځانګړې توګه د روان درملنې، مشاورې، د چلن اصلاح او ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو په ساحې کې د ښوونیزو مهارتونو د پراختیا لپاره شرایط برابرول د ارواپوهنې اساسي رسالت ګڼي. په ورته حال کې ارواپوهنه د افرادو او ټولنې د روان سلامتیا ته د فردي او ټولنیز ژوند د لوړتیا او ښه والي په منظور ځانګړې پاملرنه لري.

3. بنسټي موخې:

په ارواپوهنه کې د لیسانس دورې موخه د ارواپوهنې د مفهمونو او اصولو زده کول، د محصلانو د ځواکمنتیا په منظور او د ژوند په مختلفو برخو کې د علم، چلن، اووړتیا او د هغو کارونه په وګړیز او ټولنیز ژوند کې ده. دغه ډیپارټمنټ لاندې موخې تعقیبوي:

د ارواپوهنې د اصولو او بنسټونو زده کول او د فردي او اجتماعي ژوند په مختلفو برخو کې له هغو څخه ګټه اخیستل.

د ارواپوهنې له نظریاتو او بېلابېلو کړنلارو سره اشنایي او د ژوند په بېلابېلو برخو کې له هغو څخه ګټه اخیستل.

په ازاد ډول د فکر کولو ځواک او د انتقادي فکر ډېرښت.

د ارواپوهنې په بېلابېلو حوزو کې د څېړنو د سرته رسولو وړتیا.

د ارواپوهنې له تجربو څخه د ګټې اخیستنې وړتیا.

د اروایي زیانونو په پېژندلو کې د مهارتونو را منځ ته کول او د هغو د درملنې وړتیا.

په چلن کې د اغېزمنو شرایطو او پېښو د پلټنې قابلیت او د هغو تحلیل.

د چاپیریال ساتنې او له هغه څخه د سمې ګټنې وړتیا.

 د ځان او نورو د پېژندنې مهارت.

د افرادو رواني سلامت لپاره له امکانانو او ضرورتونو څخه د ګټې اخیستلو وړتیا.

د ارواپوهنې په ډيپارټمنټ کې د علاقې او معلوماتو د زیاتولو را منځ ته کول.

له ځانښودنې، تعصب او پر نورو له ځان تپنې څخه کرکه کول.

له اجتماعي زیانونو څخه د تشخیص، مخنیوي او درملنې وړتیا.

د انسان د ودې له بېلابېلو دورو او پر هغو له اغېزمنو لاملونو سره بلدتیا.

ج. تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

1

عمومي ارواپوهنه I

PsEd101

4

۱۳

ټولنیزه ارواپوهنه

PsEd312

4

2

کورنۍ ارواپوهنه او ټولنه

PsEd121

2

۱۴

د رواني روغتیا مبادي

PsEd303

4

3

د روږدېدا ارواپوهنه

PsEd120

4

۱۵

د فردي توپیرونو ارواپوهنه

PsEd323

2

4

تخصصي انگلیسی

PsEd122

2

16

د ارواپوهنې تاریخ

PsEd313

۲

5

روزنیزه ارواپوهنه

PsEd202

4

17

د ارواپوهنې مکتبونه

PsEd314

4

6

فزیولوژیکه ارواپوهنه

PsEd206

4

18

د مشاورې فنون او لارښوونه

PsEd

4

7

داستثنایي ماشومانو ارواپوهنه

PsEd209

4

۱۹

د شخصیت ارواپوهنه

PsEd415

4

8

د ودې ارواپوهنه I

PsEd207

4

۲۰

غیر عادي ارواپوهنه

PsEd416

4

9

د زده کړې ارواپوهنه

PsEd224

2

۲۱

د چلن د بدلون او اصلاح میتودونه

PsEd419

4

10

د ودې ارواپوهنه II

PsEd208

4

۲۲

په ارواپوهنه کې اندازه کول(ارواپوهنیزکچ مېچ)

PsEd417

4

11

د احساس او ادراک ارواپوهنه

PsEd210

4

۲۳

اروايي‌ درملنه

PsEd418

4

12

جنایي ارواپوهنه

PsEd211

4

۲۴

سمینار

PsEd426

5

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم