د کابل پوهنتون د ازموینو کمېټې غړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول
د روان ۱۳۹۹ د سلواغې په ۲۹ نېټه د کابل پوهنتون ریاست او د محصلینو چارو معاونیت د دې پوهنتون د پسرلني سمسټر ازموینو کمېټې ۲۱ تنو غړو له کارونو، زحمتونو او همکاریو څخه تقدیر او ستاینلیکونه ورکړل. د دې ستاینلیکونو غونډه د کابل پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت کې د سهار په ۹ بجو د محصلینو چارو د مرستیال پوهندوی فیصل امین او د دې کمېټې د ۲۱ تنو استادانو په ګډون جوړه شوې وه.