د کابل پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت او د ځوانانو د زده کړې او پیاوړتیا څخه د ملاتړ موسسې ترمنځ همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۵:۳۳
ku

 

د کابل پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت د خدماتو امریت او د ځوانانو د زده کړې او پیاوړتیا څخه د ملاتړ موسسې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د روان ۱۳۹۹ کال د سلوغې میاشتې په ۲۰ نېټه د دواړو لورو مسوولینو ترمنځ د محصلینو علمي او فني ظرفیت لوړولو او د کابل پوهنتون د محصلینو د چارو د انسجام امریت د دواړو لورو ترمنځ د محصلینو لپاره د کار زده کړې فرصت زمینې برابرولو په موخه لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ د کابل پوهنتون د محصلینو د خدمتونو د انسجام امریت د محصلینو لپاره د ډول- ډول لنډ مهاله زده کړو ټولګيو او دورو جوړولو لارو د زمیني برابرولو لپاره کار وکړي او په دې هوکړه لیک کې د ټاکل شوي مهال ویش سره سم د ظرفیت لوړول لکه: د څېړنې میتود، د شمېرو تحلیل برنامې، ACCA، AutoCAD، د مالیاتو، د انګلیسي ژبې زده کړې پروګرام، د بیان فن او د کارموندنې، مدیریت، رهبري، بازار موندنې او نورو برخو کې د کابل پوهنتون د محترمو محصلینو لپاره جوړوي.

د کابل پوهنتون د محصلینو د خدماتو د انسجام امر ښاغلي فضل الربي ابراهیمي د پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت د دې هوکړه لیک د لاسلیک په برنامه کې په داسې حال کې، چې د ځوانانو د زده کړې او ظرفیت لوړونې څخه د ملاتړ موسسې رییس ښاغلي عبدالله اوریا او مل هئیت هم شتون درلود. د دې هوکړه لیک موخه د کابل پوهنتون ته د زیاتو خدماتو وړاندې کول او د زده کړې د غوره فرصتونو برابرول، د کار زده کړې بلل شوي او د دې برنامو په اغېزمنو پلي کېدو یې تاکید وکړ او د هر ډول تیاریو اماده ګي یې وښوده.

په پام کې ده، چې د کابل پوهنتون د درسونو په پیل او پدې ځای کې د محصلینو په مستقیم شتون سره پورته برنامې به په منظم ډول سره جوړې، پیل او پلي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۵
Background image

د کابل پوهنتون د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال (Journal of Social Sciences and Humanities) د ۲۰۲۵م کال څلورمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

په دې ګڼه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ

د علمي تجاربو د وسعت د لړۍ په دوام کې، دا ځل د کابل پوهنتون د دوه‌ ویشتو پوهنځیو ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ.

په دغه سفر کې محصلانو د یادو ولایتونو له محترمو واليانو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: