د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه
د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته د دې بنسټ د علمي او اکاډمیکو چارو اړوند په مختلفو موضوعاتو باندې بحث د روان کال د سلواغې میاشتې په ۱۴ نېټه د سې شنبې په ورځ د پوهنتون د علمي شورا د ناستو په تالار کې د دې شورا د غړو په ګډون جوړه شو.
دا ناسته د سې شنبې په ورځ د سهار په ۹:۳۰ دقیقو په یاد تالار کې جوړه شوه، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د دې شورا یو شمېر غړو په اجنډا د خبرو ترڅنګ یې په کابل پوهنتون کې د نویو ۵ ماسټري برنامو اړوندو ۵ موضوعاتو، د کابل پوهنتون او یو شمېر ولایتونو پوهنتونونو د استادانو د ګمارنې او منفکي ۱۰ دوسیې، د کابل پوهنتون د استادانو د علمي رتبو د ترفیع او تثبیت ۴ دوسیې، د محصلینو چارو اړوند یوه دوسیه او ۵ نورو متفرقه موضوعاتو باندې خبرې او نظرونه شریک شول او د قوانیونو او لایحو په رڼا کې په هرې یوې خبرې او نظرونه شریک او لازم تصمیم ونیول شو او په اړوندو برخو او د هغوی مسوولینو ته د پورته تصمیم پلي کېدو په موخه لارښوونې او هدایات ورکړل شول.