د کابل پوهنتون د غمشریکی پیغام
هوالباقي
دکابل پوهنتون د غمشریکی پیغام
په خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسی علومو د پوهنځي پخوانی استاد پوهنوال محبوبه حقوقمل له دې نړۍ سترګې پټې کړې.إنّا لله و انا الیه راجعون.
د کابل پوهنتون رهبري هئیت او د دې علمي بنسټ استادان، اداري کارکوونکي او زده کړیالان د نوموړي له کورنۍ او دوستانو سره خپله ژوره غمشریکي ښيي او د دې عاليقدر وفات اکاډمیکې ټولنې، پوهانو، قلم په لاس او په ځانګړي توګه پوهنتوني کورنۍ او د لوړو زده کړو د برخې کارکوونکو ته لویه ضایعه بولي؛ مرحوم ته د الله ج له درباره مغفرت او کورنۍ ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.
روح یې ښاد او یاد دې تل وي.
پوهاند دکتور محمد عثمان بابری د کابل پوهنتون رییس