د کلنۍ ارزونې تطبیق او په دوره یی توګه
موخه: ارزونه او بیا کتنه د علمي پروګرامونو د قوت او ضعف د ټکو د پيدا کولو په موخه او د تغیراتو راوستل په یادو پروګرامونو کې چې په راتلونکې کې وکولای شي محصلانو ته مؤثر واقع شي.
ارزونه یوه رسمي پروسه ده چې په هر تحصیلي نهاد کې د ټولو علمي پروګرامونو په شمول په کال کې یو ځل تر سره کیږي او موخه یې د علمي پروګرامونوبیا کتنه او د هغو برخو پېژندل دي چې پرمختګ او پراخوالي ته اړتیا لري.
دوره یې بیا کتنه هم یوه رسمي پروسه ده چې کم تر کمه په پینځو کلونو کې د علمي يروګرام بیا کتنه باید یو ځل تر سره شي. د پروګرام د دوام ارزونه، د هر علمي پروګرام د کیفیت او ستندردونو له ارزونې وروسته باید لازم تصمیم ونیول شي.د غوِښتونکو د لا پام جلبولو په خاطر د علمي پروګرامونو په دوریي توگه تطبیق مناسب فرصت دی. چې د تدریس او زده کړې د کیفیت د لوړوالي سبب ګرځي.
د کابل پوهنتون په ټولو پوهنځیو کې کلنۍ ارزونه له ۱۳۹۷ کال څخه پیل شوې ده او په دوره یې توګه دغه پروګرام د وترنرۍ، زراعت، ارواپوهنې او ټولنیزو علومو پوهنځیو کې به په ۱۳۹۸ کال کې تطبیق شي او نور پوهنځي به په وروسته کلونو کې دغه پروګرام ته شامل شي.