د کابل پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه
د کابل پوهنتون د پلان او پالیسۍ امریت له لوري د پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه، د اړوندو ادارو د استازو په ګډون مشورتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کابل پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان پر اهمیت، د تدوین پر موخو او د پوهنتون د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د یوه روښانه او اغېزناک کاري چوکاټ پر رامنځته کولو بحث وشو. ټینګار وشو چې دا پلان د پوهنتون د اوږدمهالو موخو د ټاکلو، د لومړیتوبونو د مشخصولو، د سرچینو او شته ظرفیتونو د اغېزمن مدیریت او د پرمختیایي فعالیتونو د منظمې همغږۍ لپاره بنسټیز ارزښت لري.
د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په پلي کېدو سره به د کابل پوهنتون د علمي او اداري چارو د لا پیاوړتیا، د زدهکړو د کیفیت د لوړولو، د څېړنو او علمي نوښتونو د پراختیا، د بشري او مادي ظرفیتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د پوهنتون د کورني او نړیوال علمي اعتبار د لوړولو لپاره زمینه برابره شي. دغه پلان به د پوهنتون د راتلونکو پنځو کلونو فعالیتونو ته مشخص لوری ورکړي او د پرمختګونو د ارزونې او د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره به یو منظم چوکاټ وړاندې کړي.
همدارنګه، د اړوندو ادارو د استازو پر فعال ګډون او د هغوی د نظرونو، وړاندیزونو او رغنده مشورو پر راټولولو ټینګار وشو، څو د ستراتیژیک پلان په تدوین کې د بېلابېلو ادارو اړتیاوې، لومړیتوبونه او شته امکانات په پام کې ونیول شي او داسې یو جامع، عملي او د تطبیق وړ پلان ترتیب شي چې د کابل پوهنتون د دوامدار پرمختګ او علمي ودې لپاره اغېزمن تمام شي.
