د کمپیوټر ساینس د دکتورا محصلینو او اړوند ادارو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۸:۴۴
د کمپیوټر ساینس د دکتورا محصلینو او اړوند ادارو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه انځور

د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوکتورا دورې د محصلینو او یو شمېر امارتي او خصوصي ادارو د استازو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو، عامې روغتیا، لوړو زده کړو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پټرولیم، ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو، د اترا ادارې، د ښاروالیو چارو د تنظیم ادارې، افغان پست عمومي ریاست، کابل ښاروالۍ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت محترمو استازو ګډون کړی و.

د ناستې ویناوالو د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له علمي او مسلکي ظرفیتونو څخه یادونه وکړه او د ټکنالوژۍ په برخه کې یې له امارتي او خصوصي ادارو سره د علمي او مسلکي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. همدارنګه، په افغانستان کې د اغېزمنې پالیسۍ جوړونې لپاره یې د علمي او څېړنیزو مطالعاتو اهمیت څرګند کړ.

په دې ناسته کې د بېلابېلو ادارو محترمو استازو د خپلو اړوندو کاري او څېړنیزو برخو، شته ستونزو او هغو موضوعاتو په اړه چې د علمي څېړنو او مناسبو حل‌لارو اړتیا ورته لیدل کېږي، د پریزنټېشنونو او کاري ګروپونو له لارې له محصلینو سره معلومات شریک کړل.

همدارنګه، د یادو ادارو استازو له محصلینو سره خپلې کاري او مسلکي اړتیاوې، د څېړنې لومړیتوبونه او هغه موضوعات شریک کړل چې د علمي مطالعاتو او څېړنو له لارې د مناسبو او عملي حل‌لارو موندلو ته اړتیا لري.

د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري د علمي ـ څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا، د محصلینو د څېړنیزو وړتیاوو د ودې او د علمي څېړنو د پایلو د عملي کولو په موخه د ورته ناستو دوام مهم وبلل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۸:۴۴
Background image

د کمپیوټر ساینس د دکتورا محصلینو او اړوند ادارو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوکتورا دورې د محصلینو او یو شمېر امارتي او خصوصي ادارو د استازو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو، عامې روغتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

له کرنې تر سوداګرۍ؛ د کرنیزو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه ورکشاپ جوړ شو

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له لوري «له کرنې تر سوداګرۍ؛ د کرنیزو فرصتونو د رامنځته کولو لارې چارې» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي ـ عملي ورکشاپ جوړ شو.

د ورکشاپ موخه د کرنې په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: