د ځمکپوهنې پوهنځي د دورهای بیاکتنې پایلې
د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي د دورهای بیاکتنې بهیر په ۱۴۰۳ کال کې د علمي معاونیت لهخوا له مخکې ټاکل شوي مهالوېش سره سم ترسره او په بریالیتوب سره بشپړ شو. په دې بهیر کې د جغرافیې، جیولوجی او هایدرومتیورولوژی څانګو علمي، اداري او تدريسي اسناد د دورهای بیاکتنې د اړونده کاری پنل هیئت لهخوا په دقت سره وارزول شول.
د دورهای بیاکتنې پایلو وښودله چې درې واړه څانګې د تدریس، کلنۍ پوهنيزې ارزونې، اداري چارو د مدیریت او د درسي نصاب د تطبیق په برخو کې منظم فعالیتونه لري، او له اوسني تشکیلاتي جوړښت سره سم د هغوی د کړنو دوام تأیید شو. له نهایی کېدو وروسته، د دورهای بیاکتنې راپور د کیفیت د تضمین مرکزي کمېټې او د پوهنتون د علمي شورا لهخوا تصویب شو او د (206/126) ګڼې مکتوب له مخې په 29/04/1404 نېټه، د لوړو زده کړو وزارت ته ولېږل شو.
په بریالیتوب سره د ځمکپوهنې پوهنځي د دورهای بیاکتنې بهیر بشپړیدل، او پایلې یې د ګټورو کړنو پر دوام، د اکاډمیکو معیارونو پر تطبیق، او د درېګونو څانګو پر دې چمتووالي دلالت کوي چې په راتلونکي کې لا ډېر پرمختګ او لوړتیا ترلاسه کړي.