ستراتیژیک پلان
د کابل پوهنتون د ښکليو هنرونو د پوهنځي ستراتیژیک پلان د پوهنځي د رهبري په رهنمایۍ د دې لپاره جوړ شوی چې په هنر کې د لوړو زده کړو د علمي او اکادمیک لوړ مقام ترلاسه کولو او د کابل پوهنتون د ستراتیژیکو موخو په رڼا کې منظم پرمختګ یقیني کړي. دا پلان په درې برخو او اوو فصلونو کې ترتیب شوی دی:
فصل لومړی: د لیدلوري، رسالت، ارزښتونو او ستراتیژیکو اهدافو بیان. فصل دویم: میتودولوژي، او د داخلي چاپېریال اغېز کوونکي عوامل. فصل درېیم: د بهرني چاپېریال اغېز کوونکي عوامل. د دوهمې برخې په چوکاټ کې فصل څلورم د داخلي او خارجي چاپېریال پر بنسټ ستراتیژیک تحلیل ترسره کوي. دلته د قوتونو، ضعفونو، فرصتونو او ګواښونو له تلاقیه ستراتیژۍ استخراج شوي. وروسته عامې ستراتیژۍ لومړیتوب لرونکو ته بدلې شوې. فصل پنځم: په دې فصل کې استخراج شوې ستراتیژۍ ځای پر ځای شوي دي او بیا د ستراتیژیکو اهدافو سره نښلول کېږي، تر څو څرګنده شي چې کومې ستراتیژۍ د کومو موخو د ترلاسه کولو سبب ګرځي. وروسته هرې ستراتیژۍ ته د کلني تطبیق لپاره مشخص کوډ او د هر کال ونډه ټاکل شوې ده. فصل شپږم: د ارزونې او نظارت څرنګوالی بیانوي او ښيي چې ستراتیژۍ څنګه او په کوم ډول ارزول کېږي.
دریم بخش: د پنځه کلن عملیاتي پلان شامل دی چې د لومړیتوب لرونکو ستراتیژیو پر اساس جوړ شوی. په دې برخه کې د هر کال د فعالیتونو جزییات، د مسئولیتونو وېش او د اجرا زمانه په واضح ډول ټاکل شوې ده. عملیاتي پلان په عملي توګه د یوې کالنۍ دورې په ترڅ کې د ستراتیژیو د تطبیق میکانیزم ښيي. فصل اووم: په دې فصل کې ضمایم او پوښتنلیکونه شامل دي چې د قوتونو، ضعفونو، فرصتونو او ګواښونو د تشخیص لپاره کارول کېږي.