د ليکنې لارښود
- د اسلام له مبارک دین او افغاني فرهنګ سره په ټکر کې نه وي. د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو، لایحو او مقررو له معیارونو سره برابرې وي. د رسنیو له قوانینو سره په ټکر کې نه وي. په بل ځای کې چاپ او خپره شوې نه وي. د څانګې له غونډې پاس شوې وي او پروتوکول وي د پوهنځي او پوهنتون له خوا تایید وي. (د لوړو زدهکړو وزارت له لایحې سره سم) د ساحوي څېړنې څېړونکى یو، دوه او یا درې تنه او د کتابتوني علمي ليکنې څېړونکى یوازې یو تن وي. د ليکنې د مخونو شمېر باید له ۵ تر۱۵ وي.
- عام فهمه وي، له اضافي خبرو پاکه وي او لوړه علمي منځپانګه ولري.
- ليکنه په مخکنيو څېړنو مستنده وي، اخستليکونه يې ذکر شي، د امکان تر حده پکې له نويو اخستليکونو څخه کار اخیستل شوی وي. اخستليکونه باید تر ٦ کم نه وي.
- څېړنيزې ليکنې باید دا موارد ولري: په پښتو او انګلېسي ژبو «د ليکنې عنوان، لنډيز، آر وييونه (۳ – ۵)، د څېړونکي نوم، تخلص، تحصيلي درجه او علمي رتبه، اړونده موسسه/پوهنتون»، برېښناليک، د تلېفون شمېره. سریزه (د څېړنې مېتود، پوښتنې، موخې)، اصل متن، مناقشه، پایله او اخستلیکونه (APA).
- له نويو او نامأنوسو اصطلاحګانو سره بهرني معادلونه يوازې يو ځل په غبرګو لينديو کې راوړئ، له نااړينو بهرنيو معادلونو ډډه وکړئ.
- ژورنال هغه ليکنې په خلاص لاس سمولای شي، چې د سمونې اړتيا يې وي. نامنلې ليکنې بېرته نه ستنېږي.
لنډيز: په انګلېسي ژبه لنډيز تر يوه مخ وانهوړي.
ارجاع: لومړی په ليکنه کې د ټولو اخستليکونو که کتابونه، مقالې، د يوې ټولګې کوم فصل وي، د ليکوال د تخلص پر بنسټ په الفبايي سيستم وليکئ چې منابع (bibliography) تيارې شي، د سرچينو برخې د لاندې نمونې سره سمې وليکئ:
Chomsky., 1957. Syntactic Structures. The Hague, Mouton. (کتاب)
Gazdar, G., 1982. “On Notion of Relevance”, in N.V. Smith(ed.) Mutual Knowledge, 88-100. New York, Academic Press. (د مقالو ټولګه)
Kendon. A., 1981a. Geography of Gesture.... (د يوه ليکوال دوه کتابه)
________, 1981 b. Current Issues in Nonverbal Communication. …(د يوه ليکوال دوه کتابه)
Tollefson, J.,1983. “Language Policy and Meaning of Diglossia”. Word, 20: 10-15. (مجله)
کتاب:
دبير مقدم، محمد. (۱۳۹۵). زبانشناسی نظری، (ویراست سوم)، تهران: سمت.
هېمېنګوې، آرنېسټ. (۱۳۹۹)، زوړ سړی او سيند، (ژباړن: سعدالدين شپون)، (زيار او سمونه: اسحاق مومند)، (دويم چاپ)، کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.
د يوه ليکوال څو آثار په يوه کال چاپ شوي:
لايق، سليمان. (۱۳۹۸الف)، کېږدۍ، (سمونه: سهيلا اصغري)، کابل: عازم خپرندويه ټولنه.
ـــــــــــــــــ. (۱۳۹۸ب)، چونغر، (سمونه: سهيلا اصغري)، کابل: عازم خپرندويه ټولنه.
د مقالو ټولګه:
حبيبي، عبدالحی. ۱۳۶۴. اشرفخان هجري د پښتو مقتدر قصیده سرا. د زلمي هېوادمل په زيار: د هجري ياد. ۱ -۷. د افغانستان د علومو اکاډيمي.
مجله:
شېرانی، ضياءالاسلام. (۱۴۰۱)، «د سوېلي پښتونخوا ادب د تحقيقي مباحثو په رڼا کې»، وږمه، ۵ ګڼه: ۳۵ – ۶۲.
د مقالې په متن، په لمنليکونو کې، چې چېرته ارجاع لازمه وي، د ليندۍ دننه (د ليکوال تخلص، د چاپ کال او د مخ ګڼه) يې وليکئ: (Chomsky, 1957: 36-38)، (هېمېنګوې، ۲۰۱۶: ۲۸)، (Gazdar, 1982: 26)، (حبيبي، ۱۳۶۴: ۳)، (Kendon, 2981 a: 76)، (لايق ب، ۱۳۹۸: ۴۰)، (Tollefson, 1983)، (شېرانی، ۱۴۰۱)، مقالې ته ارجاع کېږي، نو معمولاً د مخ ګڼه نه راوړل کېږي، بلکې د ليکوال تخلص او د چاپ کال (لکه Tollefson يا شېرانی) راځي. که له داسې منابعو کار اخلو چې یوه ليکوال ټولې په يوه کال ليکلې دي نو (د Kendon يا لايق غوندې) له a، b يا الف، ب... توريو کار واخلئ. د مقالو نومونه او د څپرکیو مجموعه په اېټاليک نه ليکل کېږي، يوازې د کتاب او د مقالو د ټولې ټولګې نوم اېټاليک کېږي. په هر سرليک پسې نښتی لومړی پراګراف په خپل حال پاتېږي، د ورپسې پراګرافونو پيل يوه سانتي د متن د ننه خوا ته پيل کړئ.
د ليکنې د پای اخستلیکونه باید د لاندې کټګوريو په ترتيب راشي: کتاب، تیزېسونه (د ماسترۍ او دوکتورا او یا تر هغې د لوړ)، پخپله د څېړونکي نور آثار، مجلې.
اخستليکونه دوه ډوله دي، لاندې دواړه په يوه يوه بېلګه کې ښيو:
په متن کې دننه(حواله): په متن کې دننه اخستليک په دې ډول ښودل کېږي: (د ليکوال تخلص، د چاپ کال: د کتاب مخ). (هېمېنګوې، ۲۰۱۶: ۲۸). که نقل قول په لينديو کې ونيسو: «.......» (هېمېنګوې، ۲۰۱۶: ۲۸).
کوم اخستليکونه چې دوه ځله يا درېځله بياکتل او سم شوي دي، او په متن کې يې بدلون نه وي راغلی، لومړی چاپ يې د نورو اخستليکونو غوندې نيسو خو ترڅنګ يې نوی اېډېشن په لویو لينديو کې نيسو، موږ د محمددبير مقدم د کتاب له دويم اېډېشن څخه کار اخلو، خو په لومړي اېډېشن کې هم دا جمله ورسره يوشان ده، لکه: (مقدم، ۱۳۸۳[۱۳۹۵]:۳۱۱).