د علمي شورا ناسته ترسره شوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۸:۴۹
4564559

د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز په مشرۍ د علمي شورا غونډه ترسره شوه، په پیلیزه وینا کې د یاد پوهنتون رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د محصلانو په فکري او مسلکي روزنې ټینګار وکړ؛ نوموړي زیاته کړه، د پوهنځيو رئيسان او استادان ټول باید دې برخه کې خپل ورسپارل شوي مسوولیتونه ترسره کړي.

دغه راز د تېرې علمي شورا د موضوعاتو تعقیب سربېره د کابل پوهنتون او ولایاتو د یو شمېر استادانو په ګومارنې او علمې ترفیعاتو، د تخصصي قاموسونو د تدوين، د پښتو ليکلارښود د ورکشاپ پلي کولو، په حقوقو پوهنځي کې د نويو دکتورا او ماسترۍ برنامو د ایجاد، د علمي څېړنو د لا معیاري کېدو، د محصلانو، اداري او مالي چارو د ربعوار راپورونو، د  او ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۶
Background image

د لابراتواري وسایلو د مدیریت ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو  معاونیت له لوري، د تخصصي ظرفیتونو د لوړولو په موخه « د لابراتواري وسایلو مدیریت او د لابراتوارونو حفظ‌الصحه» تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

ویناوا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: