په کابل پوهنتون کې د "تعلیم الاسلام" ترسره شوې سیالۍ پايله د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د مرکزي پوهنتونونو د رهبرۍ په حضور کې اعلان شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۹:۱۴
325986

د هېواد مرکزي پوهنتونونو په کچه د تعلیم الاسلام رقابتي سیالۍ د نتایجو اعلان غونډې جوړو شویو مراسمو کې  د لوړو زده کړو وزارت رهبري، د چارو ادارې لوی رئیس شيخ انورالحق انور، د مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ، استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه.

د لوړو زړه کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپلو خبرو کې د يادې سیالۍ په لاره اچول مهم یاد کړل او ټینګار یې وکړ، چې ځوان نسل دې د پيغمر ﷺ له سیرت، ژوند او اخلاقو سره لا ډېره بلدتیا پیدا کړي، دوی ډاډ څرګند چې د محصلینو عصري زده کړو ترڅنګ به د دیني پوهاوي لوړونې په برخه کې د ظرفیت لوړونې ورته نورې برنامې هم پر لاره اچوي.

دغه راز د چارو ادارې لوی رئیس شيخ انورالحق انور او د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ رئیس قاضي کلیم الله محمدي د خپلو ویناوو په ترڅ کې محصلین خپلو اساسي مسوولیتونو ته وهڅول.

د محصلینو په استازیتوب څو تنو په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت له رهبري څخه په دې برخه کې مننه وکړه.

په پای کې د یادې سیالۍ پنځوس تنه ممتاز محصلین د جوایزو په ورکړې سره وستایل شول، چې د لومړي مقام ګټوونکی به د حرمینو شریفینو ته د عمري ادا کولو په موخه واستول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۳:۳۹
Background image

د کتابتون مدیریت اړوند سمینار ترسره شو

د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون امریت له لوري د پوهنتون د ټولو پوهنځيو د کتابتونونو مسؤولينو ته د «کتابتون مدیریت او  LCC سیسټم سرلیک لیکنه» تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار دایر شو.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: