د ژبو ادبیاتو پوهنځي اوزبیکي ډیپارټمنټ محصلینو له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه
د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي اوزبیکي ډیپارتمنټ محصلینو د خپل علمي سیر په مهال د هېواد په ملي موزیم کې د لارښود استادانو په همکارۍ له یو شمېر تاریخي او فرهنګي اثارو او د افغانستان مېشتو قومونو له مشهورو لباسونه څخه لیدنه وکړه، دغه راز یې په بابر بڼ کې د مشهورو شاعرانو او فرهنګي شخصیتونو له مقبرو څخه هم لیدنه ترسره کړه.