د بیزو چیچک ناروغۍ د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۹:۳
321551

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي له لوري د بیزو چیچک ناروغي په اړه، چې د انسانانو او څارویو د روغتیا په برخه کې په یوې نړیوالې اندېښنې بدله شوې، د عامه پوهاوي علمي سمینار وړاندې شو.

په دې سمینار کې د یادې ساري ناروغۍ د ډولونو، نښو نښانو، درملنې او مخنیوي اړوند محصلینو او استادانو ته معلومات ورکړل شول، وویل شول دا یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې د کوچنیو حیواناتو لکه بیزو، موږک، سوی او ورته نورو څخه انسانانو ته انتقالېږي.

یاد سمینار کې ټینګار وشو چې د عامې روغتیا وزارت او نور روغتیایي بنسټونه باید په افغانستان کې د دې ویروسي ناروغۍ د مثبتې پېښې تر ثبت وړاندې خپل طبي خدمات زیات کړي او هغه هېوادوال یا بهرنیان چې افغانستان ته راځي باید له معایناتو وروسته هېواد ته د داخلېدو اجازه ورکړل شي، ځکه راپورونه وایي چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې هم د یادې ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د سمینار په دوام کې د وترنري علومو پوهنځي رئیس ډاکټر شیرعلي جوهر ساپي وویل، له دې سمینار څخه یې موخه عامه پوهاوی او د یادې ساري ناروغۍ اړوند د محصلینو د معلوماتو زیاتوالی دی.په پای کې د کابل پوهنتون مسلکي ظرفیت لوړونې آمر دوکتور اسدالله صمدي د موضوع اړوند پرزنټېشن وړاندې کړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې په وار سره ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱
Background image

د هايدروميترولوژي څانګې لپاره د هوا پېژندنې سټیشن بیا فعال شو

د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي د هایدرومیترولوژي څانګې د استادانو په هڅو په دې پوهنځي کې د هوا پېژندنې سټیشن بیا فعال شو او د يوې غونډې په ترڅ کې يې پرانیستنه وشوه.

د محصلینو د عملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

په Research4Life نړیوال ډېټابېس کې د کابل پوهنتون غړیتوب

په Research4Life معتبر او نړیوال ډېټابېس کې د کابل پوهنتون غړیتوب په رسمي توګه تایید او فعال شوی دی. دغه غړیتوب د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو ته د دې زمینه برابروي چې د نړۍ د علمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: