په کابل پوهنتون کې د پوهنتونونو او جامعاتو د محصلینو او فاضلانو ستاینغونډه وشوه
د هېواد په کچه د جامعاتو او پوهنتونونو د پنځوس تنو بېلګه محصلینو او فاضلانو ستاینغونډه او د جوایزو ورکړې مراسم په کابل پوهنتون کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د لوړو زده کړو وزارت رهبري، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د کابل پوهنتون او د بېلابېلو پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا په خپلو خبرو کې ځوانان د هېواد متحرکه قوه وبلله او زیاته یې کړه، چې ځوان نسل باید خپل مسوولیتونه درک کړي.
ورپسې د ا.ا.ا ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپله وينا کې وويل، هغه هېوادونه چې د دیني جامعاتو د بد نامولو هڅې کوي په وینا یې هېڅ حقیقت نه لري، نوموړي زیاته کړه چې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن په هېواد کې پای ته رسېدلی.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت وزیر شیخ نداء محمد ندیم په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې دوی په هېواد کې د دیني او عصري زده کړو پیاوړتیا ته ژمن دي او دا یې له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه یاد کړل.
د یادونې وړ ده، چې د ستاینغونډې په دې مراسمو کې لوړو زده کړو وزارت له لوري هر محصل او فاضل ته د نورو جوائزو ترڅنګ يو لپټاپ کمپیوټر او لس زره افغانۍ نقدي جائزه ورکړل شوه، همدارنګه د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري هم هر محصل او فاضل ته لس زره افغانۍ نقدي جايزه ورکړل شول.