خبرتیا!

tariq_admin
12

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو د نړیوال ژورنال(Kabul University Journal of Natural Science Review)  لومړۍ ګڼه؛ چې د کرنې او ټکنالوژۍ په برخه کې د  کورنیو او بهرنیو لیکوالو پنځه مقالې لري، پرلیکه شوه. د دې ګڼې ټولې مقالې په ګوګل سکالر کې انډيکس شوې دي.

کابل پوهنتون، چې له نږدې اتو لسیزو راهسې یې «د کابل پوهنتون علمي مجله» په نامه چاپي خپرونه کې کورنۍ علمي- څېړنیزې مقالې خپرولې، په دې وروستیو کې د طبیعي او ټولنیزو علومو په نامه دوه جلا مجلې تأسیس کړې او بل ګام یې د نړیوال انلاین ژورنال خپراوی دی.

د کابل پوهنتون رهبري ژمنه ده چې د څیړنو او نوښت معاونیت له لارې دا لړۍ لا وغځوي او هڅه کوي چې ډېر ژر د طبیعي علومو نړیوال انلاین ژورنال د نړۍ په غوره علمي ژورنالونو کې راشي.

ژورنال ته د لاسرسي لپاره لاندې لینک کیکاږئ:

لېنک

وروستۍ خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۱:۴۱
Background image

خبرتیا!

د هېواد  د پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو د نویــو فارغـانو د پرلپسـې غوښتنو له امله، د کابل پوهنتون د حقوقــي ستــاژ د ورځې او شپې وختونو نوملیکنه د روان (۱۴۰۴) لمریز کال د غبر . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۸:۳۹
Background image

په ماسټرۍ او دوکتورا کې د زده کړو استثنايي فرصت!

د کابل پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا په برنامو کې نومليکنه د جوزا تر ۳۰ وغزېده.

که د هېواد په معتبرترين پوهنتون کې د خپلې تحصيلي کچې د لوړولو په لټه يئ؛ نو دا زرين فرصت له لاسه مه ورکوئ! . . .

Back to announcements

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.