د محصلینو لپاره د دیني درسونو وړاندې کول
د روان کال لیندۍ میاشتې په ۲۳نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون شرعیاتو، ریاضیاتو، عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو درېیم ټولګي لومړي سمسټر محصلینو لپاره د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه لخوا د اسلام سیاسي نظام په اړه درس وړاندې شو.
نوموړي درسونه چې د اسلامي ثقافت مضمون په درسي ساعتونو کې تنظیم شوي دي، د سمیسټر په جریان کې هره ورځ د مهالویش سره سم د هېواد نوموتو علماوو لخوا محصلینو ته وړاندې کیږي.