په فارمسي پوهنځي کې د میکروب ضد مقاومت نړیوالې اوونۍ نمانځنه وشوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۲:۳۱
2312

د نومبر له ۱۸ څخه تر ۲۴ مې نېټې پورې د میکروب ضد مقاومت د پوهاوي اوونۍ ده، په همدې مناسبت د روان کال یکشنبې په ورځ د لړم په ۲۸ ورځ د کابل پوهنتون علمي مرستیال،  فارمسي پوهنځي رئیس او استادانو او نورو پوهنځيو رئیسانو او محصلینو په موجودیت کې ددې اوونۍ نمانځنه وشوه.

د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلی پوهنوال آقامحمد ژکفر ګډونوالو ته دښه راغلاست ترڅنګ ددې برنامې موخه د میکروب ضد مقاومت عواملو، زیانونو او مخنیوي په اړه پوهاوی یاد کړ.

همدارنګه  د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاعلي محمداشرف غیرت ددې مسئلې اهمیت په اړه خبرې وکړې او ددې برنامې  ترسره کول یې غوره ګام یاد کړ او د کابل پوهنتون ټولو پوهنځيو څخه یې غوښتنه وکړه، چې دې ته ورته علمي برنامې ترسره کړي.

د برنامې په پای کې د فارمسي پوهنځي دوه تنه استادانو هر یوه ښاغلي پوهنوال حمیدالله راسخ او ښاغلي پوهنمل حشمت الله یوسفي ګډونوالو ته د میکروب ضد مقاومت د پوهاوي په اړه خپل څیړنیز پرزنتیشنونه وړاندې کړل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: