د حقوقي ستاژ ۱۳پړاو دوهمې تمثیلي محکمې سیالي ترسره شوه
د کابل پوهنتون حقوقي زده کړو ملي مرکز حقوقي ستاژ ۱۳ پړاو دوهمې تمثیلي محکمې سیالي د روان کال د تلې په ۱۱نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه.
په نوموړې محکمه کې د معمول مطابق د قضایي هیئت، منشي، مدعي او مدعی علیه، مدافع وکیل، شاهدانو او اهل خبره کرکټرانو رول لوبولی وو.
د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت او محصلانو مرستیال ښاغلي صلا الدین ایوبی، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس او استادانو له نیږدې ددې محکمې څخه لیدنه وکړه.
د حقوقي زده کړو ملي مرکز سرپرست ښاغلي استاد نذیر احمد نثار وایي، چې د حقوقي ستاژ محصلینو ته د هر سمسټر په پای کې د د دوه تمثیلي محکمې ترسره کیږي، تر څو هغوی له زیاتو قضایي مسایلو سره بلدتیا ومومي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د حقوقي ستاژ ۱۳پړاو لومړۍ تمثیلي محکمې سیالي یوه اوونۍ مخکې ترسره شوې وه.