د اروا پوهنې مشاورې او لارښوونې مرکز فعالیت پیل وکړ

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۵:۵۷
54

د کابل پوهنتون ارواپوهنې مشاورې او لارښوونې مرکز نوي مرکز ته انتقال سره سم له دوه کاله ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړ.

یاد مرکز د محصلانو خدماتو انسجام آمریت په چوکاټ کې د ارواپوهنې او تربیتي علومو پوهنځي تر چتر لاندې فغالیت پیل کړ. په پام کې ده، چې یاد مرکز به د محصلینو لپاره ډلییز او یواځې شکل په ژوند کې د رواني او روحي ستونزو په اړه مشوره او لارښوونه کیږي.

د اروا پوهنې او تربیتي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي مجیب الرحمن رحماني د یاد مرکز پرانستې مراسمو کې په اسلام کې د مشورې د ارزښت او مقام په اړه خبرې وکړې، او په کابل پوهنتون کې د محصلینو د ستونزو حل په موخه  دنوموړي مرکز بیا فعالېدل غوره ګام یاد کړ.

همدارنګه د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی استاد صلاح الدین ایوبي په خپلو خبرو کې وویل؛ چې محصلین مشورې او لارښوونې ته اړتیا لري، په پوهنتون کې د یاد مرکز موجودیت اړین دی.

د یاد مرکز  پرانیستې مراسمو کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي عبیدالله "عبیده"، د ارواپوهنې او تربیتي پوهنځي استادانو، محصلینو او همدارنګه دلوړو زده کړو وزارت هیئت برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: