|
لیدلوری:
په ملي او نړیواله کچه د میخانیک انجنیري په برخه کې مشري په زدهکړه، څېړنه او نوښت کې.
ماموریت:
د معیاري زدهکړې، څېړنې او علمي خدمتونو برابرول د ماهرو، نوښتګرو او ژمنو میخانیک انجنیرانو د روزنې لپاره چې د میخانیک انجنیري پروژې تطبیق او مدیریت کړي او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي.
تحصیلي اهداف:
- د HVAC، د حرارت فزیک او د ودانیو داخلي نلدوانۍ مضامینو له زدهکړې وروسته، فارغان کولای شي د استوګنیزو کورونو، صنعتي، مدني او تجارتي ودانیو د تودوخې او یخولو سیستمونه ډیزاین او تطبیق کړي. په دې ډیزاین کې Split Units، Duct System، د مرکز ګرمي سیستم او یا Floor Heating شامل دي. همدارنګه دوی د ودانیو، ګدامونو او فابریکو د هوا تهویې (Ventilation) په ډیزاین او تطبیق کې کافي مهارت ترلاسه کوي.
- د میخانیک فزیک، ستاتیک، د موادو مقاومت، دینامیک، کینماتیک، د ماشینونو دینامیک، د ماشین عناصرو ډیزاین، او د تولید پروسې ۱ او ۲ له زدهکړې وروسته، فارغان مهارت ترلاسه کوي تر څو د ماشین عناصرو نصب، مونتاژ او ډیزاین په فابریکو او صنعتي پارکونو کې ترسره کړي او په تولیدي پروسو کې برخه واخلي.
- په دیپارتمنت کې دوه مضامین د منجمنت ۱ او منجمنت ۲ په نوم په جلا سمسترونو کې تدریس کېږي. فارغان د دې مضامینو له زدهکړې وروسته د صنعتي پروژو، فابریکو او کارخانهجاتو په مدیریت او د انجنیري پلانونو په تطبیق کې خدمت کولای شي.
- د نوي کېدونکې انرژۍ مضامین لکه د باد، اوبو او لمر انرژي، او د اوبو رسونې او اوبو لګولو (انتخابي مضمون) له زدهکړې وروسته، هر فارغ کولای شي د اوبو لګولو سیستمونه او د استوګنیزو کورونو او نورو ځایونو د اوبو رسونې سیستمونه ډیزاین او تطبیق کړي.
|