د سافتویر انجینیرۍ ډيپارټمنټ
الف. پېژندنه:
په دې کې شک نشته چې کمپيوټر او پروګرامونه یې ډېرې ګټې لري او هيڅوک یې له دې ګټو سترګې نهشي پټولی. په همدې خاطر یې د انسانانو د ژوند په ټولو چارو سیوری غوړلی او کارونه یې ورځ په ورځ ډېرېږي. زموږ د ګران هېواد په دولتي او نادولتي ټولو ادارو کې له کمپيوټر او پروګرامونو یې څخه کار اخيستل کېږي. په دې کې ځيني پروګرامونه عمومي دي چې د نړۍ مشهورو شرکتونو جوړ کړي او په ټولې نړۍ کې ترې وګړي ګټه اخلي. خو ځيني پرواګرمونه ځانګړي دي، چې دولتي او نادولتي ادارې ورته اړتیا لري، غوره ده چې د هېواد دننه جوړ شي. دا پروګرامونه چې د هېواد دننه جوړېږي، کېدای شي په سیمهییزو ژبو وي، د یوې ادارې هره اړتیا ته پکې پام کېږي او په راتلونکي کې په اسانۍ او کم لګښت سره (Update) کېدای شي. خو زموږ په هېواد کې تر اوسه دا ځانګړي پروګرامونه په ډېر لوړ لګښت له بهر څخه راوړل کېږي. نو پر دې بنسټ دا اړتیا حسېږي څو مسلکي کسان د کمپیوټر د سافټویر جوړونې په برخه کې وروزل شي. همداراز د لوړو زدهکړو وزارت په ستراتیژیک پلان کې د چارو د اسان ترسره کېدو په موخه د سافټویرونو کارونې ته اشاره شوې ده. دا چې په اوسنیو شرایطو کې دا سافټویرونه له بهرنیو شرکتونو پېرل شوي دي، ډېری وخت له ستونزو سره مخامخ دی. د افغانستان د اړتیاوو درکول او د سافټویرونو ساتل او کارولو لهپاره مسلکي کسانو ته اړتیا ده، ځکه چې له مالي او امنیتي اړخه تر ډېره وخت پر بهرنیو شرکتونو تکیه نهشي کېدای. له بله اړخه د سافټویر جوړول داسې یو صنعت دی، چې فابرېکې او خامو موادو اړتیا نه لري. کمپيوټر ته د یو سافټویر جوړول؛ پروګرام لیکنې او مسلکي پوهې ته اړتیا لري. موږ د دې کار لهپار مسلکي کسانو اړتیا ولرو، چې د پروګرام لیکنې له ژبې، تخنیکونو، د جوړول ميتود او د سافټویر له پراختیا سره اشنا وي. که مو په دې برخه کې مسلکي کسان ولرو؛ کولی شو دا سافټویرونه د هېواد دننه جوړو کړو او خپل ګران هېواد پر داسې يو صنعت تبدیل کړو، چې د خامو موادو کارونې ته یې اړتیا نه وي.
د سافټویر اینجینرۍ ډيپارټمنټ په همدې خاطر تاسیس شوې، څو د وخت د غوښتنو مطابق د سافټویرونو د جوړښت، ساتنې او بیا نويکولو په برخه کې مسلکي کسان وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي. د دې څانګې د علمي کادرونو شمېر اتو تنو ته رسېږي، چې له ډلې یې دوه تنه د دوکتورا او شپږ نور یې د سافټویز اینجینرۍ په برخه کې د ماسترۍ زدهکړیزو درجو لرونکي دي. دا ډيپارټمنټ هڅه کوي څو ټول علمي کادري غړي یې د دوکتورا په زدهکړیزې درجې سمبال شي. دا علمي کادري غړي د تدریس ترڅنګ د څېړنې، تالیف، ژباړې، د پراختیا مسوولیت او د نصاب د نويوالي دندې هم پر غاړه لري.
ب. موخې:
د سافټویر اينجينري څانګې بنسټيزه موخه د کمپیوټر د سافټویرونو د جوړونې، پراختیا او ساتنې په برخه کې د مسلکي او کادري کسانو روزل دي. پرته له سافټویره کمپيوټر هېڅ کار نهشي ترسره کولی؛ نو ځکه سافټویر اینجينري د کمپیوټري علومو یوه مهمه او اساسي برخه ګڼل کېږي.
پر دې بنست د دې څانګې د زدهکړیز نصاب تمرکز د سافټویر پر جوړولو دی. په دې زدهکړیز نصاب کې د سافټویرونو ټولې مرحلې لکه جوړولو، ازموینه، د کارولو او ښهکولو تختنیکونه شامل دي. په دې خاطر چې د کمپيوټر سافټویرونه له اوسنیو معیارونو سره مطابقت ولري او له بله اړخه د مارکېټ د اړتیا ځوابویونکی وي نو په جوړېدو کې یې هم له وسایلو او هم تخنیک نه ګټه اخيستل کېږي. نو ځکه هغه مسلکي مضمونونه؛ چې د پروګرام لیکنې د ژبې زدهکړې او هغه تخنیکونه او لارېچارې چې د معاصرو پېچلو سافټویرونو په جوړولو کې کارېږي؛ په ځان کې رانغاړي او دا ټول د دې څانګې په زدهکړیز نصاب کې ځای پر ځای شوي دي. همداراز د سافټویر د کیفیت د کنټرول او د هغه وسایلو تخنیکونه، چې د امنیتي ميکانیزم لرونکي سافټویرونو په جوړولو کې استعمالېږي، هم په دې زدهکړيز نظام کې شامل دي.
د هر رشتې او مسلک بنسټيزه غوښتنه دا ده چې فارغان یې له ذهني او مسلکي اړخه د ټولنې او وطن په خدمت کې وي؛ نو ځکه د فارغانو ذهني او مسلکي چمتووالی د هر زدهکړیز نصاب په لومړتوبونو کې راځي. د سافټویر انجینیرۍ څانګې نصاب له همدې اصل څخه د پیروۍ په موخه د اساسي او اختصاصي مضمونونو لرونکی دی.
د دې څانګې په زدهکړیز نصاب کې د دې ډيپارټمنټ استادانو فعاله ونډه اخیستې او د نصاب اوسنی حالت د دې استادانو د زحمتونو پایله ده. په دې زدهکړیز نصاب کې د سافټویرونو سیستماتیک جوړول ته ډېر ارزښت ورکړل شوی دی. ځکه چې د اوسني پېچلو سافټویرونو د جوړولو پروسه مغلقه او اوږده ده او د سافټویر تحلیل، ډیزاین، پروګرام لیکنې، ازمېښت، د کیفیت کنټرول او د لګښت و محاسبې تخمین د سیسټم سرچینو ته اړتیا لري. پورتنیو ملحوضاتو ته په پاملرنې دا ډيپارټمنټ د سافټویر انجینیري په نوم نومول شوې.
۱.لیدلوری:
د سافټویر انجینیرۍ ډيپارټمنټ ژمنه ده چې د کمپیوټر د سافټویر او د ژمن و کادري متخصصینو په روزلو کې د هېواد په کچه غوره معتبر علمي، اکاډمیک او څېړنيز بنسټ وي.
۲. ماموریتونه:
د سافټویر انجینیري ډيپارټمنټ د کمپوټر د سافټویرونو د تولید او په دې علم کې د علمي او ژمن کادرونو د روزنې موخې ته د رسېدو لهپاره لانديني ماموریتونه لري:
- د مسلکي او اساسی تیوریو تدریس او د کمپیوټر د سافټویرونو د تولید په برخه کې د مسلکي او کادري کسانو د روزنې په برخه کې له دې تیوریو، میتودونو او تخنیکونو ګټوره استفاده؛ چې له تخنیکي، ذهني او عملي اړخه د کمپيوټر په مرسته د ستونزو د حل او تحلیل وړتیا ولري.
- د متخصصو کادرونو د روزنې لهپاره داسې زدهکړیز چاپیریال چمتو کول چې د کمپیوټر او بېلابېلو کمپیوټري سیسټمونو د کارولو پرمهال مسلکي، حقوقي، ټولنیز او اخلاقي مسولیتونه په غاړه واخلي څو د رامنځته شويو زیانونو مخه ونیسي او له بېلابېلو بشري ټولنو سره یوځای له کمپیوټري سیسټمونو او ټېکنالوژۍ څخه د ټولنې د هوساینې او خدمت لهپاره ګټه اخيستل.
- د هېواد او ټولنې د علمي او اقتصادي پرمختګ په موخه د کمپيوټر د سافټویرونو د تولید په برخه کې علمي څېړنې ترسره کول،
۳. بنسټي موخې:
د کمپيوټر د سافټویرونو پراخه کارونه د سافټویر جوړونې د پروسې پر ارزښت ټينګار کوي؛ خصوصاً د افغانستان په څېر هېواد چې د ودې په حال کې دی او د کمپيوټر او سافټویر کارونه پکې ورځ تر بلې زیاتېږي. د کمپيوتر د سافټویر جوړونه یو داسې صنعت دی چې پکې له خامو موادو ګټه نه اخيستل کېږي او د کار زمینه وګړو ته مساعدېږي؛ همداراز دا صنعت د هېواد په اقتصاد کې هم مرسته کولی شي.
نو پرته له شکه د سافټویر جوړونې په برخه کې د مسلکي کسانو روزنه یو اړتیا ده، څو په دې برخه د ټولې اړتیاوې بشپړې کړای شي. اوسمهال د هېواد دولتي او نادولتي ادارې د خپل اړتیا وړ سافټویرونه په زیات لګښت سره له بهره راوړي. دلته د یادونې وړ ده چې د کمپيوټر د سافټویرونو لګښت له کمپيوټر څخه ډېر دی؛ حتا د ځينو سافټویرونو قیمت میلیونونو ډالرو ته رسېږي. فلهذا اړتیا ده چې د سافټویر انجینیرۍ څانګې زدهکړیز نصاب جوړ او له مخې یې دا رشته تدریس شي.
د دې څانګې زدهکړیز نصاب د هېواد او د مارکېټ د کاري ساحو اړتیا ته په کتو، جوړ او ترتیب شوی. په دې نصاب کې هر مضمون د محصلینو د اړتیاوو پر اساس ټاکل شوی دی. د دې اړتیا د پوره کېدو لهپاره د ځينو نړیوالو پوهنتونو درسي نصابونه کتل شوي او د استادانو نظریې يې راخيستل شوې؛ همداراز د کمپیوټر ساینس د پوهنځي د فارغانو، د ماسټرۍ د محصلانو او د نظر د خاوندانو نظرونه هم په پام کې نیول شوي دي.
ج.توامیتونه:
د سافټویر انجینیرۍ ډيپارټمنټ ځانګړی توامیت نه لري، خو د کمپیوټر ساینس پوهنځي د توامیتونو یو جز دی.
د. لابراتوار او زدهکړيز تجهیزات:
دا ډيپارټمنټ د یو مجهز لابراتوار درلودونکی دی.
د علمی غړو لېست:
- پوهنوال دکتور سیدحسن عدلیار
- پوهنمل عبدالوحید صمدزی
- پوهنیار سید نجم الدین سادات
- پوهنیار روهید خالقیار
- پوهنیار محمد سلیم همدرد
- نامزاد پوهنیار ذکیه رحیمی
هـ. زدهکړیز نصاب (تخصصي مضمونونه)
ګڼه |
د مضامینو نومونه |
کود نمبر |
کريډيټ |
ګڼه |
د مضامینو نومونه |
کود نمبر |
کريډيټ |
۱ |
شي ګرا پروګراملیکنه |
CS311 |
۴ |
۱۲ |
د الګوریتم تحلیل او ډیزاین |
CS611 |
۴ |
۲ |
د سافټویر انجینیرۍ بنسټونه |
CS411 |
۴ |
۱۳ |
د وېب پراختیا او ډيزاین ۲ |
CS612 |
۳ |
۳ |
د لومړنیو معلومات رغښت |
CS511 |
۴ |
۱۴ |
ماشینلرنینگ |
CS613 |
۴ |
۴ |
د ډيکسټاپ د برنامو پراختیا |
CS512 |
۴ |
۱۵ |
د سیسټم تحلیل او ډيزاین |
CS614 |
۴ |
۵ |
مصنوعي ذکاوت |
CS513 |
۴ |
۱۶ |
ابري محاسبې |
CS615 |
۴ |
۶ |
د وېب پراختیا او ډيزاین ۱ |
CS514 |
۳ |
۱۷ |
پروژه او سیمینار |
CS811 |
۵ |
۷ |
څېړنه او پروژه |
CS711 |
۵ |
۱۸ |
د سافټویرونو امنیت |
CS812 |
۲ |
۸ |
د سافټویر پروژو مدیریت |
CS712 |
۴ |
۱۹ |
د سافټویرونو له کیفیته ډاډ |
CS813 |
۴ |
۹ |
د ویب شامل انکشاف |
CS713 |
۳ |
۲۰ |
د موبایل پروګرام لیکنه ۲ |
CS814 |
۳ |
۱۰ |
د موبایل پروګرام لیکنه ۱ |
CS714 |
۳ |
۲۱ |
اختیاري ۲ |
CS815 |
۳ |
۱۱ |
اختیاري ۱ |
CS715 |
۳ |
|
|
|
|