د پوهنځي په اړه
د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځی د هېواد د ځمکنیو علومو له لومړنیو او مهمو تخصصي مرکزونو څخه دی چې په ۱۳۵۹ کال کې تأسیس شوی او له هماغه وخته تر اوسه پورې یې د جغرافیې، جیولوجی او هایدرومتیورولوژی په برخو کې د مسلکي کادرونو په روزنه کې مهم او اغېزمن رول لوبولی دی. دغه پوهنځی د مجربو استادانو، معیاري لابراتوارونو، څېړنیزو پروګرامونو او ملي او نړیوالو همکاریو په لرلو سره د محصلانو د زدهکړې، څېړنې او د علمي ظرفیت د لوړولو لپاره مناسب علمي چاپېریال برابروي.
د دغه پوهنځي دري فعالې څانګې؛ جغرافیه، جیولوجي او هایدرومتیورولوژي، د معیاري او د هېواد له اړتیاوو سره سمون لرونکو علمي پروګرامونو په وړاندې کولو سره، د طبیعي زیرمو په مدیریت، د طبیعي پېښو په ارزونه او د بنسټیزو جوړښتونو (زیربناوو) په پراختیا کې مهم او رغنده رول لري.
په وروستیو کلونو کې، د ځمکپوهنې پوهنځي د پرمختللو لابراتوارونو د جوړولو او سمبالولو له لارې، لکه د GIS لابراتوار، د هایدرولوژی لابراتوار، د خاورې د میخانیک لابراتوار، د ډبرو (احجار) لابراتوار او د اوبو د مدیریت لابراتوار، او همدارنګه د ICIMOD او USAID په څېر له معتبرو نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ په مټ، د تعلیمي کیفیت د لوړولو، د علمي څېړنو د پیاوړتیا او د اکاډمیکو خدمتونو د ښهوالي په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.