د پوهنځي دائمي کمېټې
د ځمکپوهنې پوهنځی د اکاډمیک مدیریت د ښهوالي، د تدریس د کیفیت د لوړولو او د څېړنیزو او اداري چارو د اغېزمن تنظیم لپاره لاندې تخصصي کمېټې لري:
- د څېړنې کمېټه:
د پوهنځي د استادانو د څېړنیزو فعالیتونو د تنظیم او هڅونې مسؤلیت لري.
- د ستراتیژیک پلان کمېټه:
د پوهنځي د ستراتیژیک پلان د تدوین، څارنې او پلی کېدو د ارزونې مسؤلیت لري.
- د کیفیت تضمین کمېټه:
د تدریسي فعالیتونو ارزونه او د کیفیت د تضمین د معیارونو پلی کېدنه څاري.
- د نصاب کمېټه:
د پوهنځي د تحصیلي نصاب بیاکتنه، اصلاح او معیاري کونې مسؤولیت پر غاړه لري.
- د نظم او ډسپلین کمېټه:
د انضباطي چارو تنظیم او د محصلانو د درسي او سلوکي نظم څارنه کوي.
- د امتحاناتو کمېټه:
د سمستر منځني او نهایي ازموینو تنظیم، څارنه او مدیریت ترسره کوي.
- د برېښنايي زدهکړې کمېټه:
د ډیجېټلي تعلیمي کړنو او پرلیکه سیستمونو پراختیا او مدیریت کوي.
- فرهنګی (کلتوری) کمېټه:
فرهنګی او علمي پروګرامونه تنظیموي او اسلامي او ملي ارزښتونه پیاوړي کوي.