د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ
د پښتو ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۲۳ کال کې د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي له تاسيس سره يوځای رامنځته شوه. د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له فعالو تحصيلي څانګو څخه ده، چې له تېرو شاوخوا شپږو لسیزو راهيسې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې فعالیت کوي او تر دې دمه یې زرګونه کسان د مسلکي کادرونو، څېړونکو، ژباړونکو او ادیبانو په توګه ټولنې ته وړاندې کړي دي.
په ۱۳۲۳ کال کې د ادبیاتو پوهنځي له تأسیس سره سم د پښتو او دري ژبې او ادبیات په ګډه د یوې څانګې په چوکاټ کې تدریسېدل. دغې چارې دوولس کاله دوام وکړ، بالاخره د ادبیاتو پوهنځي د پراختیا په لړ کې په ۱۳۳۵ کال کې د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه د یوې مستقلې څانګې په توګه رامنځته شوه.
له ۱۳۳۵ کال را وروسته تر دې دمه د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ، غنا او په دې برخه کې د متخصصو او مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې اغېزناک فعالیت ترسره کړی دی. همدارنګه د پښتو ژبې او ادبياتو څانګه د ادب او کلتور د ساتنې او پراختیا لپاره له تېرو څو لسیزو راهیسي «وږمه علمي ـ ادبي مجله»، چې اوس «وږمه علمي-څېړنيز ژورنال» نومېږي، په منظم ډول خپروي.
اوس مهال د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه په درېیو جلا تحصیلي پروګرامونو (لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا) کې ټولنې ته استادان، لیکوال، څېړونکي او ژباړونکي وړاندې کوي، چې په مختلفو دولتي او خصوصي سکتورونو، لکه: راډیو، تلویزیون، مطبوعاتو، نشراتو، پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو ادارو کې دندې ترسره کوي.

د سیمې د هېوادونو په کچه د متخصصو علمي کادرونو د روزنې په برخه کې د پښتو ژبې او ادبياتو څانګه يو نړيوال معتبر مرکز ګرځول او د کابل پوهنتون په مرسته ټولنې ته د لېسانس، ماسټر او دوکتور په کچه د مجربو او تکړه فارغانو وړاندې کول.
د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه زدهکوونکو ته په ادبياتو، ژبپوهنه، ژباړه او ليکوالۍ کې د بېلابېلو علمي مهارتونو د تدريس دروند مسؤولیت په ژمنتيا سره ترسروي او د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې ټولنې ته علمي کادرونه وړاندې کوي. د نړۍ په نورو هېوادونو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې پرانيزي او د تړونونو له لارې د نړۍ له پوهنتونونو او علمي او څېړنيزو مرکزونو سره دوه اړخيزې درسي، علمي او څېړنيزې همکارۍ زياتې کړي. پر دې سربېره پښتو څانګه دولتي او نادولتي ادارو ته د پښتو ادبياتو او ژبپوهنې استادان، ژباړن، ليکوال، څېړونکي او کرهکتونکي فرهنګي او نشراتي سلاکاران روزي او په غوره ډول خپل دا مسؤوليت ادا کوي.
په ټوله کې د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه د لېسانس دورې لپاره لاندې موخې لري:
-
د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې د څېړونکو، لیکوالو او ژباړنو روزل؛
-
د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې د مسلکي ښوونکو روزل؛
-
د پښتنو او افغانانو د فرهنګ او ژبې د پېژندنې او پراختيا لپاره کار کول؛
-
په پښتو کې د نویو ادبي او ژبنیو نظریو دودَونه؛
-
د تکړه ويندويان روزل؛
-
د نړۍ د بېلابېلو ژبو او ولسونو پر ادبياتو پوه متخصصان روزل؛
-
د پښتو او د نړۍ د نورو ژبو ترمنځ پر پرتليزو څېړنو پوه او وړ متخصصانو روزل؛
-
د پښتو ژبې او ادبياتو د پراختيا او دودونې لپاره د وفادارو او ژمنو متخصصانو روزل؛
-
د پښتو ژبې او ادبياتو ماسټرۍ او دوکتورا برنامو ته محصلانو د شاملېدو لپاره زمينه برابرول.
د علمي کادر غړي
|
ګڼه |
نوم |
تخلص |
د زدهکړو کچه |
شمېره |
برېښناليک |
|
|
محمد رفیق |
رفیق |
دوکتور |
93700029320 |
Mohammad.rafiq07000@gmail.com |
|
|
یارمحمد |
یزال |
دوکتور |
93780775550 |
|
|
|
اجمل |
ښکلی |
دوکتور |
700383438 |
|
|
|
رحيمالله |
ځيرک |
دوکتور |
93786701002 |
r.zirak2015@gmail.com |
|
|
اسدالله |
وحیدي |
ماسټر |
93777200301 |
asadwaheedi2008@gmail.com |
|
|
محبالله |
ترابي |
ماسټر |
93799346061 |
torabimuhib@yahoo.com |
|
|
یحيا |
همای |
ماسټر |
93799082959 |
yahyahomai@gmail.com |
|
|
عبدالسميع |
وحدت |
ماسټر |
93766000008 |
wahdat.abdulsami@gmail.com |
|
|
ضیاءالاسلام |
شیراني |
ماسټر |
93764747548 |
zi.shirani@gmail.com |
|
|
عبدالله |
اواب کامهوال |
ماسټر |
93777602601 |
mahmoodmarhoon143@gmail.com |
|
|
عزتالله |
نورزی |
ماسټر |
93730408249 |
ez.noorzai@gmail.com |
|
|
مسعود |
حسنزی |
ماسټر |
93780002568 |
masoudhasanzai@gmail.com |
|
|
صلاحالدين |
مومند |
ماسټر |
93775709955 |
salahmomand@ku.edu.af |
|
|
شفيقالله |
اميرزی |
ماسټر |
93795131387 |
amirzaysahfiq@gmail.com |
|
|
حسيبالله |
حسيب |
ماسټر |
93708002008 |
halkozai7@gmail.com |
|
|
روحالله |
سروان |
ماسټر |
93788882468 |
ruhullahsarwan@gmail.com |
|
|
محمدامين |
شېرزاد |
ماسټر |
93786989941 |
ameen.saadat@gmail.com |
|
|
جانباز |
جرار |
ماسټر |
93700450397 |
jararjanbaz@gmail.com |