د دري ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ

پېژندنه

د دري ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۲۳ کال کې د ادبیاتو پوهنځي له تأسیس سره سم رامنځته شوه. هغه مهال د پښتو او دري ژبې او ادبیات په ګډه د یوې څانګې په چوکاټ کې تدریسېدل. د دې پوهنځي لومړنی ټولګی د حبیبیې لېسې او د کندهار د احمدشاهي لیسې لس تنه فارغان وو، چې د ۱۳۲۳ کال د تلې په لومړۍ نېټه یې درسونه پیل کړل.

په ۱۳۳۵ کال د ادبیاتو پوهنځي د پراختیا او امکاناتو له زیاتوالي او د غوره تخصصی زده‌کړو لپاره د ښې زمینې برابرولو او د دري او پښتو ادبياتو د پراختيا لپاره دغه دواړې څانګې وبله بېلې شوې او د مستقلو څانګو په توګه يې فعاليت پيل کړ. «ادب علمي ـ اکاډمیکه مجله» د دري څانګې هغه مجله ده چې د دري ژبې او ادب په پراختیا او خپراوي کې مهمه ونډه لري او له څو لسیزو راهیسې خپرېږي.

اوسمهال د دري ژبې او ادبیاتو څانګه په درېیو جلا تحصیلي پروګرامونو (لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا) کې ټولنې ته استادان، لیکوال، څېړونکي او ژباړونکي وړاندې کوي، چې په مختلفو دولتي او خصوصي سکټورونو، لکه: راډیو، تلویزیون، مطبوعات، نشراتو، ښوونځيو او نورو ادارو کې دندې ترسره کوي.

655

 لرليد

د دري ژبې او ادبياتو څانګه د هېواد په کچه یوازینۍ باوري څانګه ده، چې غواړي د باکیفیته او په ملي او نړیوالو معیارونو برابر تدریس له لارې د دولتي، فرهنګي او ادبي څانګو لپاره مسلکي او پوه کسان ټولنې ته وړاندې کړي او با کیفیته خدمات عرضه کړي.

 ماموریت

د دري ژبې او ادبياتو څانګه ژمنه ده، چې د ادبپوهنې او ژبپوهنې په برخو او په نهایت کې د یوې باسواده ټولنې په لوري د هېواد د پرمختګ لپاره د مختصصو، محققو او علمي کادرونو د روزنې او د هغوی د مسلکي پوهې د لوړولو لپاره د ښه کیفیت له غوره معیارونو څخه کار واخلي او فارغان يې د ادبياتو، ژبپوهنه، متن‌سمونه، څېړنه، ادبي او هنري اثارو په تخليق کې کار وکړي او په ادارو کې په فرهنګي او نشراتي برخو کې دندې ترسره کړي.

 موخې

په ټوله کې د دري ژبې او ادبیاتو څانګه د لیسانس دورې لپاره لاندې موخې لري:

  • د دري ژبې او ادبیاتو په برخه کې د څېړونکو، لیکوالو او ژباړنو روزل؛
  • د دري ژبې او ادبیاتو په برخه کې د مسلکي ښوونکو روزل؛
  • د افغانانو د فرهنګ او ژبو د پېژندنې او پراختيا لپاره کار کول؛
  • په دري کې د نویو ادبي او ژبنیو نظریو دودَونه؛
  •  د تکړه ويندويانو روزل؛
  • د نړۍ د بېلابېلو ژبو او ولسونو پر ادبياتو پوه متخصصان روزل؛
  • د دري او د نړۍ د نورو ژبو ترمنځ پر پرتليزو څېړنو پوه او وړ متخصصانو روزل؛
  • د دري ژبې او ادبياتو د پراختيا او دودونې لپاره د وفادارو او ژمنو متخصصانو روزل؛
  • د دري ژبې او ادبياتو ماسټرۍ او دوکتورا برنامو ته محصلانو د شاملېدو لپاره زمينه برابرول.

د علمي کادر غړي

شمېره

ايمېل

د زده‌کړو کچه

تخلص

نوم

ګڼه

sa.hesaryan@gmail.com

93792912979

دوکتور

حصاریان

سید اکرام‌الدین

  1.  

fazelhaqu.fazel@gmail.com

93744328252

دوکتور

فضل

فضل‌الحق

  1.  

fazlamini@gmail.com

93799350895

دوکتور

امیني

فضل احمد

  1.  

eshraqi@ku.edu.af

93744572147

ماسټر

اشراقي

سید علي‌محمد

  1.  

Sediqullah.kk@gmail.com

93799249214

دوکتور

کلکاني

صدیق‌الله

  1.  

ata.poya20@gmail.com

93788774970

ماسټر

پویا

عطامحمد

  1.  

sayedrawzatullahm@gmail.com

93789606098

دوکتور

مجید

سید روضت‌الله

  1.  

nai.anjiriyan2@gmail.com

93793187994

ماسټر

نیستاني

خواجه‌محمد

  1.  

ataullhaq.rustamzada@gmail.com

93702107015

ماسټر

رستم‌زاده

عطا الحق

  1.  

nik.naziri1@gmail.com

93707884154

ماسټر

نذیري

نېک‌محمد

  1.  

belal.hoshid@gmail.com

93786445744

ماسټر

منجهوري

احمدبلال

  1.  

gulrahmansabir820@gmail.com

93779943034

ماسټر

صابر

گل‌رحمن

  1.  

alishahab355@gmail.com

989056831499

ماسټر

شهاب

محمدعلي

  1.  

shabir.arifzada@gmail.com

93706060272

ماسټر

عارف‌زاد

شبیراحمد

  1.  

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: