د پوهنځي په اړه
د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي په ۱۳۴۱ هـ.ش کال کې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د «ښوونې او روزنې پوهنځي» تر عنوان لاندې تأسیس شو. دې پوهنځي خپل علمي فعالیتونه د شپېتو (۶۰) محصلانو په منلو او د لسو (۱۰) تنو مجربو داخلي او خارجي استادانو، په ځانګړي ډول د امریکایي استادانو په همکارۍ پیل کړل، چې د بېلابېلو څانګو په برخه کې یې د دوکتورا او ماستري تحصیلي درجې لرلې. د دې پوهنځي د جوړېدو بنسټیزه موخه هغه مهال د هېواد د ښوونځیو لپاره په اړینو څانګو کې د ثانوي دورې د مسلکي ښوونکو روزنه وه. له دې سره سم، یو بل ډیپارټمنټ د «روزنیزې اداره» تر نامه لاندې هم فعالیت درلود، چې وروسته یې نوم «د مسلکي تعلیماتو ډیپارټمنټ» ته واوښت.
په ۱۳۵۸ هـ.ش کال کې د دې پوهنځي جوړښت او موخې له سره و ارزول شوې، او علمي او څېړنیز فعالیتونه یې د ارواپوهنې او پیداګوژۍ د دوو څانګو له لارې دوام وموند. د علمي بدلونونو او د ټولنې د نویو راټوکېدلو اړتیاوو په رڼا کې، په ۱۳۸۲ هـ.ش کال کې د پوهنځي موخې او درسي نصاب اصلاح شول، او د نویو موخو پر بنسټ یې نوم له «ښوونې او روزنې پوهنځي» څخه(د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی) ته تغییر شو.
د دغو بدلونونو په تعقیب او د هېواد د علمي او ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د ښوونیز مدیریت ډیپارټمنټ په ۱۳۸۲ هـ.ش کال کې، د مشاورې ارواپوهنې ډیپارټمنټ په ۱۳۹۲ هـ.ش کال کې، او د ټولنیز کار او ښوونیز پلان او پالیسي ډیپارټمنټونه په ۱۳۹۳ هـ.ش کال کې تأسیس شول. اوس مهال، د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی شپږ (۶) فعالې څانګې لري.
د دې پوهنځي د علمي کادر غړو تل هڅه کړې، چې د هېواد د بنسټیزو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د ماسټري او دوکتورا په کچو د لوړو زدهکړو پراختیا زمینه برابره کړي. د همدې هڅو په پایله کې، د ښوونیز مدیریت، ارواپوهنې، او ښوونیز پلان او پالیسي په څانګو کې د ماسڼري پروګرامونه رامنځته شوي دي.
په ټوله کې، د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی د علومو د ودې، د ټولنې د اړتیاوو او د لوړو زدهکړو وزارت د سټراټيژيک پلان پر بنسټ، هڅه کوي چې خپل علمي او څېړنیز پروګرامونه لا پراخ او معیاري کړي، او د ټولنې د خدمت لپاره مسلکي، وړ او ژمن کادرونه وروزي.