د جزا حقوقو او جنایي علومو ډيپارټمنټ
لید لوری:
په عدلي او قضایي برخو کې د جزا حقوقو او جنایي علومو دیپارتمنت په یو مجهز، اغېزمن او غښتلي دیپارتمنت بدلول، د جزا حقوقو او جنایي علومو په رشته کې د علمي څېړنو ترسره کول او د مسلکي کادرونو روزل چې په مسلکي اخلاقو سره وکولای شي په افغانستان کې د خدمت مصدر وګرځي.
مأموریت:
ددغه ديپارټمنټ ماموريت په عدلي او قضایي برخو کې د خدمت کولو لپاره د فارغو محصيلنو وړاندې کول دي، کوم چې د قصائیه ځواک، لويې څارنوالۍ، د حقوقو کشفی ارګانونو او د جرمونو سره د مبارزی ادارو کې خدمت کوي. دا دیپارتمنت هڅه کوي د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مسلکي او متخصص کادرونه وروزي ترڅو د هېواد حقوقي او قضایي ستونزو لپاره حللارې پیدا شي او همدارنګه د قانون جوړونی ادارو کې په نیکو اخلاقو سمبال او حقوقي شننې پربنسټ د ټولنې د خدمت لپاره کادرونه وړاندې کړي.
د جزا حقوقو او جنایي علومو دیپارتمنت د لیسانس په کچه محصلينو ته د حقوقو په رشته کې او د ماسترۍ په سطحه په جزا حقوقو او جرم پېژندنې رشته کې زده کړې ورکوي چې خپل فعالیتونه یې د تحصیلي برنامو په تولید، پراختیا او د علم په وړاندې کولو سره د ملي موخو پر بنسټ ځانګړې کړي دي.
د جزا حقوقو و جنايي علومو دېپارتمنټ اصلی مأموریت عبارت دی له:
- متخصص، ژمن او مسؤلیت منوونکی بشري ځواک روزل ترڅو په دولتي او نادولتي بېلابېلو سطحو کې د بشري ځواک اړتیاوې پوره شي؛
- د علم تولید په موخه د دیپارتمنت څیړنیز او اکاډمیک ماموریت، د علم رامنځته کول، پراختیا او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ورکول او د ټولنې د چارو د ښه والي لپاره اغېزناک علمي وړانديزونه کول؛
- د زده کړو د کیفیت ښه کول؛
- دولتي او نادولتي ادارو سره همکاري او د څېړنیزو فعالیتونو د کیفیت لوړوالی او پرمختګ؛ او
- په کورنیو او نړیوالو سطحو کې د علمي همکاریو په پار وړاندې تګ.
موخې:
- د کيفيت لرونکو زده کړو د وړاندې کولو لپاره د څېړنو او زده کړو لپاره مناسب چاپېریال برابرول؛
- د جزا حقوقو په برخه کې د جنایي سیاستونو سره علمي پېژندګلوۍ پیدا کول؛
- د ځوانانو د فکري او ذهني وړتیاوو لوړول؛
- د علمي تحلیل او شننې په برخه کې د استعدادونو د وړتیاوو زیاتول؛
- د ټولنې لپاره مسلکي او متخصص بشري ځواک روزل؛
- محصلينو لپاره لوړو زده کړو ته د دننه کېدو لپاره د زمینې برابرول؛
د جزا حقوقو او جنايي علومو ډیپارټمنټ د علمي کادر غړو نوملړ:
ګڼه |
نوم |
تخلص |
د پلار نوم |
د زده کړو رشته |
۱ |
عبدالاقرار |
واصل |
عبدالواحد |
حقوق |
۲ |
غلام حضرت |
برهانی |
حاجی غلام نبی |
حقوق |
۳ |
نور جهان |
یوسفزۍ |
عبدالاحد |
حقوق |
۴ |
احسان الله |
فیصل |
غلام حسن |
حقوق |
۵ |
محمد علیم |
رضایي |
محمد هاشم |
حقوق |
۶ |
محمد اکرم |
اکرام |
ځاځی |
حقوق |
۷ |
محمد فريد |
احمدي |
احمد ګل |
حقوق |
د جزا حقوقو او جنايي علومو ډیپارټمنټ د مضمونونو نوملړ: