د جزا حقوقو او جنایي علومو ډيپارټمنټ

لید لوری:

په عدلي او قضایي برخو کې د جزا حقوقو او جنایي علومو دیپارتمنت په یو مجهز، اغېزمن او غښتلي دیپارتمنت بدلول، د جزا حقوقو او جنایي علومو په رشته کې د علمي څېړنو ترسره کول او د مسلکي کادرونو روزل چې په مسلکي اخلاقو سره وکولای شي په افغانستان کې د خدمت مصدر وګرځي.

مأموریت:

ددغه ديپارټمنټ ماموريت په عدلي او قضایي برخو کې د خدمت کولو لپاره د فارغو محصيلنو وړاندې  کول دي، کوم چې د قصائیه ځواک، لويې څارنوالۍ، د حقوقو کشفی ارګانونو او د جرمونو سره د مبارزی ادارو کې خدمت کوي. دا دیپارتمنت هڅه کوي د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مسلکي او متخصص کادرونه وروزي ترڅو د هېواد حقوقي او قضایي ستونزو لپاره حللارې پیدا شي او همدارنګه د قانون جوړونی ادارو کې په نیکو اخلاقو سمبال او حقوقي شننې پربنسټ د ټولنې د خدمت لپاره کادرونه وړاندې کړي.

د جزا حقوقو او جنایي علومو دیپارتمنت د لیسانس په کچه محصلينو ته د حقوقو په رشته کې او د ماسترۍ په سطحه په جزا حقوقو او جرم پېژندنې رشته کې زده کړې ورکوي چې خپل فعالیتونه یې د تحصیلي برنامو په تولید، پراختیا او د علم په وړاندې کولو سره د ملي موخو پر بنسټ  ځانګړې کړي دي.

 د جزا حقوقو و جنايي علومو دېپارتمنټ اصلی مأموریت عبارت دی له:

  • متخصص، ژمن او مسؤلیت منوونکی بشري ځواک روزل ترڅو په دولتي او نادولتي بېلابېلو سطحو کې د بشري ځواک اړتیاوې پوره شي؛
  • د علم تولید په موخه د دیپارتمنت څیړنیز او اکاډمیک ماموریت، د علم رامنځته کول، پراختیا او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ورکول او د ټولنې د چارو د ښه والي لپاره اغېزناک علمي وړانديزونه کول؛
  • د زده کړو د کیفیت ښه کول؛
  • دولتي او نادولتي ادارو سره همکاري او د څېړنیزو فعالیتونو د کیفیت لوړوالی او پرمختګ؛ او
  • په کورنیو او نړیوالو سطحو کې د علمي همکاریو په پار وړاندې تګ.

موخې:

  • د کيفيت لرونکو زده کړو د وړاندې کولو لپاره د څېړنو او زده کړو لپاره مناسب چاپېریال برابرول؛
  • د جزا حقوقو په برخه کې د جنایي سیاستونو سره علمي پېژندګلوۍ پیدا کول؛
  • د ځوانانو د فکري او ذهني وړتیاوو لوړول؛
  • د علمي تحلیل او شننې په برخه کې د استعدادونو د وړتیاوو زیاتول؛
  • د ټولنې لپاره مسلکي او متخصص بشري ځواک روزل؛
  • محصلينو لپاره لوړو زده کړو ته د دننه کېدو لپاره د زمینې برابرول؛

د جزا حقوقو او جنايي علومو ډیپارټمنټ د علمي کادر غړو نوملړ:

ګڼه

نوم

تخلص

د پلار نوم

د زده کړو رشته

۱

عبدالاقرار

واصل

عبدالواحد

حقوق

۲

غلام حضرت

برهانی

حاجی غلام نبی

حقوق

۳

نور جهان

یوسفزۍ

عبدالاحد

حقوق

۴

احسان الله

فیصل

غلام حسن

حقوق

۵

محمد علیم

رضایي

محمد هاشم

حقوق

۶

محمد اکرم

اکرام

ځاځی

حقوق

۷

محمد فريد

احمدي

احمد ګل

حقوق

 

 

 

 

 

 

 

د جزا حقوقو او جنايي علومو  ډیپارټمنټ  د مضمونونو نوملړ:

SDF447

DSF458E

 

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.