لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د سولې او میډيا پروډکشن د ډيپارټمنټونو پر تاسیس کار د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي په لیدلوري کې شامل دي. د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي هڅه کوي چې د تدریس د معیارو لارو، د زده کړو د کیفیت لوړونې او تخنیکي امکاناتو د برابرونې له لارې په رسنیزو چارو کې د څېړنې د پراختیا په مټ په ملي، سیمه ییزه او ان نړیواله کچه د ژورنالېستانو لپاره کار وکړي.

هڅه کوي چې تر راتلونکو اوو کالو پورې په کور دننه د ژورنالېزم په برخه کې ماسټرۍ او پي ایچ ډي پروګرامونه ولري.

مآموریت:

  •  د ارتباطاتو او ژورنالېزم په برخه کې پرمختیا او رسنیو د تولید په برخه د لارښود ونډه.
  • د هېواد په کچه د وړ، مستعدو، مسلکي او پر نوې ټکنالوژۍ د سمبالو ژورنالېستانو روزنه
  • د معیاري رسنیزو خدماتو له لارې د رسنیزو بنسټو پرمختیا
  • د دې څانګې کارکوونکیو ته د ژورنالېزم د معیاري زده کړو تدریس
  • د اوسمهالو اړتیا سره سم د زده کړې د کیفیت او ظرفیتونوتو لوړونه
  • په رسنیو کې د چلوونکي، د خپرونو د چمتو کوونکي، ایډيټر، خبریال او... په محصلانو دعلمي ظرفیتونو لوړونه.
  • د ژورنالېزم، ارتباطاتو او عامه اړیکو په برخو کې دنوې څېړنو ترسره کونه.

موخې:

د یوه هېواد پرمختګ او پرمختیا د علم او پوهې له پرمختګ سره تړلې ده، چې په دې برخه کې پوهنتونونه بنسټي ونډه لري. د زده کړو د کیفیت لوړونې لپاره پکار ده چې پر منځپانګه(محتوا) یې کار وشي. د زده کړې محتوا پر ځای درېدای نشي ځکه د خت په تېرېدو نوي بدلونونه او پرمختګونه راځي چې انسان اړ چې ځان ورسره برابر کړي.

د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځی هم له دې څخه مستثننی نه دی، چې د لوړو زده کړو د قانون په رڼا کې دا موخې پالي،

  • د اطلاع رسونې د اصولو زده کړه او تدریس
  • په بېلابېلو ځایونو او حالاتو کې د اطلاعاتو او ارتباطاتو د څېړندود زده کړه.
  • د روانو واقعیتونو د خپراوي، ترتیب، راټولونې په برخه کې د ځوانانو رزونه
  • اطلاعاتو د ترلاسي او خپراوي لپاره د لیکوالۍ، رپورټرۍ، او مرکې د لارو چارو تدریس
  • په انلاین، چاپي او انځوریزو رسنیو کې د مسلکي چارو د ترسره کونې زده کړه
  • د وینا د فن زده کړه

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم