د کابل پوهنتون ځینو پوهنځيو د ۱۴۰۲هـ.ل کال جدیدالشمول محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۱:۱۷
new wt

د کرنې، کمپیوترساینس، فارمسي، ریاضیاتو او اقتصاد پوهنځيو د ۱۴۰۲ هـ.ل کال د جدیدالشمول محصلینو لپاره د پیژندنې او ښه راغلاست غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنځيو رئیسانو او استادانو له خوا د پوهنتون او پوهنځیو څانګو د پیژندنې ترڅنګ د ښوونیزې دورې د مقرراتو، اصولو، نظم او دسپیلین لایحې، د محصلینو د تحصیلي دورې پر مسوولیتونو، د علمي چاپیریال سره په بلدتیا او نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې او له محصلینو و غوښتل شول؛ چې محصلین دې د پوهنتون او پوهنځیو کې د وضع شویو مقرراتو ته پام کولو مکلف او پلي کیدو ته ژمن اوسي.

د یادو پوهنځیو محصلینو له یادې غونډې څخه خوښي څرګنده کړه او هغه یې د پوهنتون چاپيریال په پیژندنه کې اغیزمنه و بلله.

په پام کې ده، پاتې پوهنځي به په نیژدې راتلونکي کې د جدیدالشمول محصلینو لپاره د ښه راغلاست او پیژندنې غونډې ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۸:۴۰
Background image

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي- څېړنیزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي-څېړنیزې مجلې د ١٤٠٥هـ.ل کال لومړۍ ګڼه خپره او پر لیکه شوه.

په دې ګڼه کې (۱۲) علمي- څېړنیزې مقالې شاملې دي، چې په کې د انجنیري، کمپیوتر ساینس، زراعت،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: