د کابل پوهنتون ځینو پوهنځيو د ۱۴۰۲هـ.ل کال جدیدالشمول محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه
د کرنې، کمپیوترساینس، فارمسي، ریاضیاتو او اقتصاد پوهنځيو د ۱۴۰۲ هـ.ل کال د جدیدالشمول محصلینو لپاره د پیژندنې او ښه راغلاست غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنځيو رئیسانو او استادانو له خوا د پوهنتون او پوهنځیو څانګو د پیژندنې ترڅنګ د ښوونیزې دورې د مقرراتو، اصولو، نظم او دسپیلین لایحې، د محصلینو د تحصیلي دورې پر مسوولیتونو، د علمي چاپیریال سره په بلدتیا او نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې او له محصلینو و غوښتل شول؛ چې محصلین دې د پوهنتون او پوهنځیو کې د وضع شویو مقرراتو ته پام کولو مکلف او پلي کیدو ته ژمن اوسي.
د یادو پوهنځیو محصلینو له یادې غونډې څخه خوښي څرګنده کړه او هغه یې د پوهنتون چاپيریال په پیژندنه کې اغیزمنه و بلله.
په پام کې ده، پاتې پوهنځي به په نیژدې راتلونکي کې د جدیدالشمول محصلینو لپاره د ښه راغلاست او پیژندنې غونډې ترسره کړي.