د کابل پوهنتون معلوماتي کټلاګ خپور شو
کابل پوهنتون په وروستي ځل اته دېرش کاله وړاندې پر ۱۳۶۳هـ ل کټلاګ خپور کړی و، چې له هغه مهاله بیا تر اوسه بلها بدلونونه راغلي دي، همدې ټکي ته په پام د کابل پوهنتون رهبرۍ پرېکړه وکړه چې یو ځل بیا د کټلاګ په چاپونې سره د کابل پوهنتون موخې، وړتیاوې، لړلید او ان ستونزې له ټولنې په تېره اکاډمیکو کړیو سره شریکې کړي.
د کابل پوهنتون نوی کټلاګ په دواړو ملي (پښتو او دري) ژبو په ۲۴۸ مخونو کې د کابل پوهنتون له نوې یمې کالیزې سره سم خپور شو. په کټلاګ کې د پوهنتون پر علمي او اداري معلوماتو سربېره پر تاریخي معلوماتو تمرکز شوی دی.
دا کټلاګ د کابل پوهنتون استادانو، کارکوونکیو او محصلینو لپاره د پوهنتون اړوند لرلید په غوراوي کې ګټور تمامېدای شي. هغه ځوانان چې په کابل پوهنتون کې د زده کړو لېوالتیا لري؛ د دې کټلاګ په مطالعې سره د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو، ډيپارټمنټونو، نصاب او مضمونونو په اړه اړین معلومات ترلاسولای شي، چې په دې سره به په اوږده مهال کې ټولنه د مسلکي کېدا پر لور غښتلي ګامونه واخلي.
د کابل پوهنتون رهبري غواړي چې د کټلاګ د لا بډاینې لپاره نور کار هم وکړي چې په راتلونکې کې ټولنې او علمي بنسټونو ته د کابل پوهنتون یوه کره او روښانه انځور وړاندې کړي. د یادونې وړ ده چې د کابل پوهنتون کټلاګ د کابل پوهنتون په چاپخونه کې چاپ شویدي.