په کابل پوهنتون کې دیني ــ علمي سیمینار دائر شو
نوموړی سمینار د هېواد تحصیلي نظام دیني، عقیدوي او علمي ارزښتونو د لاغښتلي کېدو په موخه د لوړو زده کړو وزارت لخوا ترسره شو. پدې سمینار کې له ۹۰۰ څخه زیات شمیر د کابل پوهنتون ، طبي علومو، پوليتخنیک، ښوونې او روزنې پوهنتونو نو استادانو برخه اخیستې وه.
د یاد سمینار د غونډې په شروع کې لوړپوړي چارواکو له ډلې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفی، دلوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ نداء محمد ندیم او د ا.ا.ا ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد هم برخه اخیستې وه.
لومړی دلوړو زده کړو علمي معین ښاغلي لطف الله خیرخواه د یاد سیمینار د دایریدو په موخه، ارزښت، اړتیا او جزیاتو په اړه د ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرسیتال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په ټولنه کې د پوهنتون داستادانو رول مهم یاد کړ او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه، ترڅو په اسلامي عقیده او روحیه د ځوان نسل په روزنه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.
مولوي حنفي زیاته کړه:
(دنظام رهبري د هیواد تعلمي او تحصیلي بنسټونو د ملاتړ په برخه کې پوره ژمنتیا لري او هیڅ ډول هڅې او کوښښونه به ونه سپموي.)
همدارنګه دلوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي مولوي شیخ نداء محمدندیم د نوموړي سیمینار په اړه په خبرو کې وویل:
(ددې سیمینار اصلي موخه دهیواد په تحصیلي بنسټونو کې د علماوو او علمي کدرونو تر منځ نیږدیوالی دی، موږ هیله لرو چې استادان له دې فرصت څخه په ګټه اخیستنې د نظام تګلارو او موخو په حقیقت پوه شي.)
دلوړو زده کړو سرپرست وزیر په وینا په پام کې لري، دا ډول سیمینارونه په راتلونکي کې د ولایاتو پوهنتونو کې هم ترسره شي.
دا.ا.ا ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په نوموړې غونډه کې د رسنیو په وړاندې د اوسني نظام په دریځ خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د نظام مسؤلین د خلکو لپاره ځواب ویونکي دي او په دې برخه کې به لا هڅې وکړي.
په پام کې ده په دې (۳) ورځني سیمینار کې به منل شوي دیني علماء او شیوخ ددیني، علمي موضوعاتو او مسایلو اړوند معلومات استادانو ته وړاندې کړي او وروسته به استادان د وړاندې شوې موضوعاتو او معلوماتو په اړه بحثونه وکړي.