د تفتیش عالي ادارې مسوولینو د کابل پوهنتون له رئیس سره لیدنه تر سره کړه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۹:۱۰
55

د تفتیش عالي ادارې مسؤلینو د روان کال مرغومي میاشتې په ۲۵مه نېټه د یکشنبې ورځ د کابل پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره لیدنه تر سره کړه. پدې لیدنه کې د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال او د یاد معاونیت آمرینو هم حضور درلود. د دې لیدنې موخه په کابل پوهنتون کې په ۱۴۰۰ کال کې د تر سره شوو کړنو او اجراآتو د چک او ارزونې پیل دی.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رئیس څرګنده کړه چې د کړنو او اجرآاتو د لا ښه والي، د شته نیمګړتیاوو د موندلو، د نوښتونو او لاسته راوړنو د روښانولو لپاره تفتیش یوه مسلمه او عاجله اړتیا ده او د کابل پوهنتون رهبري د تفتیش له عالي ادارې سره پدې برخه کې په بشپړ ډول همکاره ده. او د یادې ادارې له وړاندیزونو او نظرونو ملاتړ او استفاده کوي.

همدارنګه د تفتیش عالي ادارې د پوهنې، روغتیا او فرهنګ سکتور د تفتیش رئیس عبدالاحد قیومي د یادې ادارې د کار د پیل، د کاري طریقې، د راپورونو د چمتو کولو او نورو مهمو چارو په اړه د کابل پوهنتون رئیس ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۷۵ څانګو څخه ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول. د فراغت په غونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو پوهنتونونو مشرتابه، دیني عالمانو، استادانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۵۹
Background image

" اوبه د اقلیمي عمل لپاره" تر عنوان لاندې کنفرانس دایر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې "اوبه د اقليمي علمي لپاره" تر عنوان لاندې يو ورځنی څېړني کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د پوهنتون د اړوندو څانګو د استادانو لخوا لس علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو