په کابل پوهنتون کې د دکتورا برنامې د ډیزرټېشنونو د دفاع پروګرام پیل شو
د کابل پوهنتون د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دکتورا برنامې د فارغ التحصیل محصلینو د ډیزرټیشنونو د دفاع پروګرام د روان کال د مرغومي میاشتې په څلورمه نېټه د یکشنبې ورځ پیل شو. پدې پروګرام کې به د دکتورا برنامې ۱۱ تنه د پشتو او دري ډیپارټمنټونو اړوند فارغ التحصیل محصلین د ۵ ورځو لپاره خپل ډیزرټیشنونه دفاع کړي.
ددغه پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو مرستیال، د کابل پوهنتون رهبرۍ، د علومو اکاډمۍ استازو، د ښوونې او روزنې، پولي تخنیک، کابل طبي پوهنتونونو استادانو، د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسئولینو او استادانو ګډون کړی وو.