د کابل پوهنتون د محصلینو لپاره په خصوصي سکتور کې د ریاضیاتو د ماډلونو او ډيټا ساینس د تطبیق په اړه سمینار دائر شو
د ریاضیاتو، اقتصاد او فزیک پوهنځیو د محصلینو لپاره په خصوصي سکتور کې د ریاضیاتو د موډلونو او ډیټا ساینس د تطبیق تر سر لیک لاندې سمینار جوړ شو. دغه سمینار د ښاغلي پروفیسور وکیل سرفراز لخوا چې د انګلېستان هېواد په ساسکس پوهنتون کې یې د دکتورا تر کچې زده کړې دي، د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۰ مه نېټه د پنجشنبې ورځ د کابل پوهنتون د نوي ایډيتوریم په تالار کې دائر چې د محصلینو د توجه وړ وګرځېد.
پدغه سمینار کې پروفیسور سرفراز د موضوع اړوند خپل چمتو شوی پرېزنتېشن په تالار کې له حاضرو محصلینو سره شریک کړ او له دوی څخه یې په بېلاو بېلو څانګو کې علمي او څېړنیزو مسایلو ته په ځانګړې توګه په ریاضیاتو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د سمینار ګډونوالو د وړاندې شوې موضوع په اړه خپل نظرونه او پوښتنې مطرح او د پوهنتون په کچه یې له متخصصینو او څېړونکو د ورته سمینارونو او ورکشاپونو د دائرولو غوښتنه وکړه.