له ۸۰ څخه زیاتو محصلینو د فن بیان او MS. Word کمپیوټري پروګرام زده کړې تر سره کړې
د کابل پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو څه باندې ۸۰ تنه محصلینو د فن بیان او MS. Word کمپیوټري پروګرام په زده کړه ییزه برنامه کې چې د محصلینو د خدمتونو انسجام آمریت لخوا جوړه شوې وه زده کړې تر سره کړې.
د پوهنتون د نشراتو آمر ښاغلي رحیم الله ندیم د محصلینو د خدمتونو انسجام آمریت دغه کار د قدردانۍ وړ او د محصلینو د ظرفیت لوړونې او د هغوی د هڅونې په برخه کې اغېزمن یاد کړ او د دغه ډول پروګرامونو په جوړولو یې ټینګار وکړ، له محصلینو یې د لا زیار او هڅې هیله وکړه.
په پای کې د محصلینو د خدمتونو د انسجام آمر ښاغلي نواب ګل اتلزي او د نشراتو آمر ښاغلي رحیم الله ندیم لخوا تصدیق نامې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې په راتلونکي کې به د محصلینو د خدمتونو انسجام آمریت لخوا دې ته ورته پروګرامونه جوړ شي.