په کابل پوهنتون کې د سپینې امسا (نابینایانو) نړیواله ورځ ولمانځل شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۴:۵۴
11

د اکتوبر ۱۵مه د سپینې امسا (نابینایانو) ورځ ده. دغه ورځ د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز، د ریاست مرستیالانو، د ښار جوړونې وزارت، د کابل ښاروالۍ استازو، ګڼ شمېر محصلینو او نابینا محصلینو په ګډون د پوهنتون په نوي ادیتوریم کې ولمانځل شوه.

د پوهنتون رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې په یاد پروګرام کې د ګډون له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې معلولیت د دوی د پرمختګ مخه نشي نیولای که چېرته دوی هدف او اراده ولري نو کولای شي زده کړه او ټولنې ته خدمت وکړي. هغه یاده کړه چې اوس مهال په کابل پوهنتون کې شاوخوا ۸۰ تنه نابینایان محصلین په بېلا بېلو څانګو کې په زده کړه بوخت دي، چې له دې جملې ۳۰ تنه ښځینه او پاتې نور یې نارینه محصلین دي.

پدې غونډه کې د ښارجوړونې وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس رحمت الله قدیري هم خبرې وکړې او معلولین په ځانګړي توګه نابینایانو ډله یې د درناوي وړ وبلل. او زیاته یې کړه، چې نابینایانو د نبي علیه السلام پر وړاندې یو خاص ځای درلود او موږ باید د هغوی په قدر پوه شو.

وروسته په کابل پوهنتون کې د نابینایانو د ملاتړ د ټولنیزې ټولنې مشر سید اشرف بدخش او په پوهنتون کې د برېل مطبعې د تخنیکي برخې مسؤل محمد هادي الهام په خپلو خبرو کې د یادې غونډې د جوړېدو په خاطر د کابل پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه. او ویې ویل چې نابینایان د ټولنې زیار کښ او کارنده برخه ده نو باید د دوی له ظرفیتونو او وړتیاوو څخه کار واخیستل شي او دا یې د نظام د مسؤلینو دنده وبلله.

په غونډه کې د کابل پوهنتون د برېل مطبعې مسؤل حسیب الله ظاهر، د خبرو پر مهال د نابینایانو لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې د مؤسساتو د پاملرنې، د کابل پوهنتون څخه د ماسټري برنامې د برابرولو زمینه او همدارنګه د ښارجوړونې وزارت لخوا د استوګنځي او کور جوړولو غوښتنه وکړه.

یاده غونډه د نابینایانو لخوا په برېل مطبعه کې د عملي کارونو په تر سره کولو سره پای ته ورسېده، چې د پوهنتون د مشرتابه او ګډونوالو د توجه او خوښي وړ وګرځېده. د برېل مطبعې اداره د نابینا محصلینو لپاره د درسي کتابونو او چپترونو د چاپ زمینه برابروي چې د نابینا کسانو په واسطه به د کابل په پوهنتون کې مخ ته وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۴۶
Background image

محصلینو ته د نشه يي توکو د زیانونو په اړه د پوهاوي سيمينار دائر شو

د کابل پوهنتون محصلانو چارو انسجام آمریت اړوند د رواني مشاورې مرکز له لوري د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته د نشه یي توکو څخه د ژغورنې او زیانونو اړوند یو ورځنی سيمينار دائر شو، او په علمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۴۱
Background image

د مهندسۍ ډيپارټمنټ محصلینو خپلې طراحي شوې پروژې وړاندې کړې

د کابل پوهنتون انجینري پوهنځي د مهندسۍ ډيپارټمنټ محصلینو د يوې غونډې په ترڅ کې خپلې طراحي کړې پروژې ګډونوالو ته وړاندې کړې. په دې غونده کې د کابل پوهنتون رهبرۍ، استادانو او محصلینو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۲۳
Background image

د ریاضياتو پوهنځي د محصلینو لپاره مجهز کمپیوټر لب ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کابل پوهنتون د ریاضياتو پوهنځي محصلینو ته د اړينو آسانتياوو د ايجاد په لړ کې، په نوې ټکنالوژۍ سمبال د پنځوسو په شاوخوا کې کمپیوټرونو درلودونکی مجهز کمپیوټر لب جوړ او  ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه