د پوهنځي اهداف، رسالت او لید:
د پوهنځي اهداف:
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پوهنځي اهداف په لاندې ډول دي:
- د مخابراتو انجینرۍ او د معلوماتي ټکنالوژۍ روزنيزه وده.
- د ځوانو مسلکي کسانو روزنه چې وکولی شي په مختلفو برخو کې تحلیل ، ډیزاین او څیړنه وکړي او د رهبریت او نوښت په ډګر کې د کار موندلو وړتیا ولري.
- د ماسټرۍ او دوکتورا درجې لپاره د لازمو شرایطو رامینځته کول.
- د ساینس او ټکنالوژۍ له پرمختګ سره موازي په لوړه کچه زده کونکو ته ښوونه او روزنه .
- د ژوند په اوږدو کې د دوامداره زده کړې وړتیا ته وده ورکول.
- په صنعتي او تحلیلي مسايلو کې د باور پیاوړتیا او د خلاقیت ځواک، مسلکي او علمي فکر رامینځته کول.
- د مسلکي ودې او خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د پوهنځي او کارمندانو ظرفیت ته وده ورکول.
د پوهنځی رسالت:
د معلوماتو او مخابراتي ټکنالوجۍ پوهنځی د هیواد ځوان نسل ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د بشري منابعو د پراختیا او روزنې په لور د فعال او متنوع تحصیلی فرصتونو د برابرولو لپاره له هر ډول تعصب او تبعیض څخه د پاک علمي او اکاډمیک چاپېریال په برابرولو سره هڅه کوي چې په هېواد کې د باور وړ علمي او اکاډمیک بنسټ شي.
د پوهنځي لید:
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پوهنځی غواړي چې د علمي او مسلکي کدرونو او عصري تحصیلی ټکنالوژۍ په کارولو سره په تدریس او د باکیفیته زده کړې په برخه کې د متخصصو او ژمنو بشري منابعو د روزلو له لارې په ټولنه کې د پام وړ او منل شوی مقام ترلاسه کړي.