د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۷ - ۱۵:۴۷
picture

د کابل پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ او د ریاست مرستیالانو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د کابل پوهنتون رئیس د ناستې غړو ته د ښه راغلاست او د مهمو مسایلو په اړه د خبرو ترڅنګ د پسرلني سمسټر د فاینل ازموینو لپاره پر چمتووالي، په ازموینو کې د روڼتیا پیاوړتیا، د پوښتنو معیاري کولو او په ټاکلي وخت د پایلو اعلان باندې تاکید وکړ او د پوهنځیو له رئیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو نه یې وغوښتل، چې پورته مواردو ته جدي پاملرنه وکړي.

د رهبري شورا په دې ناسته کې د ناستې غړو هر یو د خپلو پوهنځیو له لوري د ازموینو د پیل لپاره چمتووالی وښود او همدارنګه یې په اړینو موضوعاتو چې د ازموینې پر مهال باید په پام کې ونیول شي، خبرې اترې وکړې.

همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس وویل، چې د یو لړ ستونزو په شتون کې درسونه په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل، له استادانو او د پوهنځیو له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه او دا یې د هغوی د تعهد او اخلاص نښه وبلله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۵
Background image

د کابل پوهنتون د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال (Journal of Social Sciences and Humanities) د ۲۰۲۵م کال څلورمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

په دې ګڼه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ

د علمي تجاربو د وسعت د لړۍ په دوام کې، دا ځل د کابل پوهنتون د دوه‌ ویشتو پوهنځیو ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ.

په دغه سفر کې محصلانو د یادو ولایتونو له محترمو واليانو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: