په کابل پوهنتون کې د کانګو تبې ناروغۍ او د ضررونو په اړه یې د ټولنې په پوهاوي کې د علماوو او متنفذینو د رول ملي کنفرانس جوړ شو
دا ملي او علمي کنفرانس، چې د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځۍ او د علمي څېړنو آمریت په نوښت جوړ شوی وو، د عامې روغتیا، معارف، کرنې او مالدارۍ، حج او اوقاف وزارتونو استازو، استادانو، د کابل طبي پوهنتون استازو، د کابل ښار د ښوونې او روزنې مدیرانو او استادانو، د کابل ښاروالۍ او ناحیو استازو، ژورنالستانو او د رسنیو استازو هم پکې ګدون کړی وو.
یاد کنفرانس د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل او وروسته د وترنري علومو پوهنځۍ رئیس پوهاند دوکتور شيرشاه سادات د کنفرانس د معرفي په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې پوهنتونونه د علم د تولید په وسیله باید د ټولنې د لارښوونې سبب شي او خلکو ته اغېزمنه او ګټوره پوهه ورسوي تر څو خلک ورڅخه مثبته ګټه پورته کړي.
وروسته د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز له شرعي او عقلي اړخه له ناروغیو څخه د ځان په ساتنه تأکید وکړ او ویې ویل، چې وقایه تر علاج غوره ده او په هېواد کې د ساري ناروغیو د پوهاوي کچه کمه ده او پدې هکله باید عامه پوهاوی زیات شي.
دوکتور عزیز ددې ډول برنامو د ګټور بللو ترڅنګ وویل، چې پوهنتونونو او علمي بنسټونو دنده لري تر څو په ټولنه کې د شته ستونزو اړوند مسلکي څېړنې ترسره کړي. او دا د عالمانو، متنفذینو، استادانو په ځانګړې توګه د حج او اوقافو وزارت، ښارواليو او رسنیو دنده ده، چې دا علمی پوهاوی ټولنې ته ورسوي ترڅو له ناروغیو څخه د خلکو د ځان په ساتنه کې ګټور تمام شي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه د وترنري علومو پوهنځۍ له لوري د یاد کنفرانس د جوړېدو په پار مننه وکړه او دا یې نېک، علمي او منل شوی کار یاد کړ، چې د یو علمي او اکاډمیک بنسټ له لوري د مسؤولیت د تر سره کولو په معنا دی.
همدارنګه په دې کنفرانس کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني صحت رئیس مفتي ذاکرالله هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او د یاد پوهنتون له نوښت څخه یې مننه وکړه او ویې ویل، چې په دې برخه کې د وترنري پوهنځۍ او نورو اړوندو برخو سره به پوره همکاري کوي.
د عامې روغتیا د سرویلانس د برخې رئیس ښاغلي ډاکټر احدي هم پدې کنفرانس کې خبرې وکړې او ویې ویل، چې لوی اختر په رارسېدو دی او په کانګو تبه د اخته کېدو شونتیا زیاته ده، نو پدې برخه کې زیات پوهاوي ته اړتیا ده او پدې شرایطو کې د کابل پوهنتون دا کار د ستاینې وړ دی.
د کنفرانس په دویمه برخه کې د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځي استادانو ښاغلي پوهنوال ډاکټر اسد الله صمدي او ښاغلي پوهنوال ډاکټر احمد جان آبي، هر یوه د کانګو «تبه او د مبارزې د مخنیوي لارې چارې» او «انسان اوحیوان ته د زونوز ناروغیو په لېږد کې د خمنډکو رول» په موضوعاتو هر اړخیزې خبرې او د کانګو تبې په هکله یې پوره معلومات، خطرونه او د اخته کېدو د مخنیوي لارې چارې له ګډونوالو سره شریک کړ.