د کابل پوهنتون د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۵
66552124

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُور》[ آل عمران: 185]

د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د استاد ارواښاد پوهندوی غلام جیلاني عمر د وفات له امله، د نوموړي له کورنۍ، له انجینرۍ پوهنځي  او په ټوله کې له هېوادوالو سره خپله خواږي او تسلیت څرګندوو.

ارواښاد پوهندوی عمر په خپل وخت کې د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي له هڅاندو، ژمنو او مسلکي استادانو څخه و، چې د خپل عمر ډېر کلونه یې د هېواد د اولادونو په روزنه کې تېر او د عمر تر پایه یې له کابل پوهنتون سره خپلې علمي اړیکې وپاللې.

د افغانستان په علمي ډګر کې د نوموړي علمي او روزنیزې هڅې به نه یوازې؛ دا ډګر روښانه وساتي، بلکې هڅه مو داده، چې د نورو ژمنو، متخصصو او مسلکي کادرونو په ملاتړ دا ډګر نور هم پیاوړی او ځلاند شي.

د کابل پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو په استازۍ د نوموړي وفات د افغانستان د انجینرۍ په برخه کې ستره تشه بولو او له لوی خدای جل‌جلاله څخه ورته د جنت‌الفردوس غوښتنه کوو، آمين.

د کابل پوهنتون رهبري

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۳۵
Background image

د فوق لیسانس برنامو د پالیسۍ سند د تشرېح ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون د فوق لیسانس برنامو د انسجام امریت له لوري د دغه پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د فوق لیسانس برنامو واجد شرایطو استادانو، د امارتي پوهنتونونو استادانو، د پولیسو اکاډمۍ د فوق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: