د کابل مرکز ي پوهنتونونو استادانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د هیواد د لوړو زده کړو پر وزیر د محدودیتونو لګول وغندل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۳۷
Jalasa e eteraz ustadan

د کابل مرکزي پوهنتونونو استادانو په یوې اعتراضیه غونډه کې، چې په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د هیواد د لوړو زده کړو په رهبرۍ د سفر محدودیت او بندیزونه وغندل او ژر تر ژره د هغو د ختمولو غوښتونکي شول. دا اعتراضیه ناسته د روان کال د سرطان په ۷ نېټه د سې شنبې په ورځ جوړه شوې وه او د کابل مرکزي پوهنتونونو استادانو او رهبري پلاوو په کې ګډون کړی وو.

د غونډې په پيل کې د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اقدام غیر منصفانه وباله او ویې ویل، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري تل د هیواد د تحصیلي سیسټم د ښه والي په هڅه کې ده او په خپله د وزیر صیب په کوښښ په پوهنتونونو کې درسونه پيل شول او ټولې چارې په عادي ‌‌‌‌‌‌ډول دوام لري، د ملګرو ملتونو دا کړنه د هیواد د تحصیلي نظام او د افغانستان د خلکو په حق کې جفا ده، مونږ هیله لرو، چې ملګري ملتونه پر خپلې غیر عادلانه پریکړې باندې له سره فکر وکړي.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون استاد پوهنمل عبدالله اواب د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د بندیزونو لګول د هیواد د لوړو زده کړو سیسټم سره ښکاره دښمني وبلله او تاکید یې وکړ، چې دا کار د ټولو نړۍ والو قوانینو او بشري حقونو خلاف دی او د اساسي حقونو څخه د افغانستان د خلکو د محرومیت سبب کیږي.

د کابل طبي پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند نجیب الله امرخېل هم یاد محدودیت غیر اصولي او غیر اخلاقی وباله او تاکید یې وکړ، چې د ملګرو ملتونو دا کار په اصل کې د افغانستان د خلکو په وړاندې د لوړو زده کړو دروازو د تړلو په مانا دی او مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې پر خپل دې غیر مسوولانه تصمیم باندې بیا کتنه وکړي.

همدارنګه پدې ناسته کې د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهنمل شاه رخ روفي او د پولي تخنیک پوهنتون استاد پوهندوی سیف الرحمن احساس هر یو په خپل وار سره په اړوندې موضوع خبرې وکړې او تاکید یې وکړ، چې د لوړو زده کړو په رهبرې د بندیزونو لګول او انزوا ته د افغانستان کشول سم کار نه دی او نړۍ باید انزوا ته د افغانستان کشولو کوښښو نه متوقف کړي.

د دې اعتراضي ناستې په پای کې د کابل مرکزي پوهنتونونو استادانو او رهبري پلاويو د پرېکړه لیک په خپرولو سره د ملګرو ملتونو له لوري د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د ټولو بندیزونو او محدودیتونو لرې کولو غوښتنه وکړه او تاکید یې وکړ، چې دا کار د ملګرو ملتونو د ټولو منل شوو قوانینو او پرنسیپونو خلاف دی او باید لغوه شي.

د پرېکړه لیک په یوې برخه کې راغلي دي، چې د لوړو زده کړو وزارت مقام باندې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول محدودیتونو او بندیزونو لګول په اصل کې د هیواد تحصیلي نظام او د افغانستان له خلکو سره دښمني ده او پایله به یې نه جبرانېدونکي او تاواني وي او دافغانستان مظلوم ملت سره لویه جفا شمېرل کیږي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د خپله دا ظالمانه او له عدالت او واقعیت څخه لرې پرېکړه بېرته واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: