د اروپایي اتحادیي استازي له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د اروپايي اتحادیي پارلمان غړي او استازي داکټر هنا نیومن Hanna Neumann په داسې حال کې، چې په کابل کې د اروپایي اتحادیي هئيت سرپرست ځانګړي استازي ښاغلي آرنوت پاولس Arnout Pauwels له لوري یې ملتیا کېده د کابل پوهنتون رییس دکتور اسامه عزیز او د پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو سره وکتل او د پام وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
پدې لیدنه کې دواړو لورو په کابل پوهنتون کې د درسونو د بهیر څرنګوالي، په افغانستان کې د زده کړو د لرلید په هکله د نوي حکومت لیدلوری، د هلکانو او نجونو د حضور څرنګوالي، په پراختیایي برخو کې د کابل پوهنتون امکانات او اړتیاوې او د بحث اړوند نورو موضوعاتو یې خبرې او نظرونه شریک کړل.
دې هیئت همدارنګه د محصلینو له یو شمېر درسي ټولګیو، ځینو درسي ډيپارټمنټونو او په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو منبع مرکز (ACKU) څخه یې هم لیدنه وکړه او د دې مرکز له مسوولینو سره یې لیدنه او خبرې وکړې.