له پوهنتونه د کار تر بازاره؛ سمینار وړاندې شو
د کابل پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو پوهنځي محصلینو ته «له پوهنتونه د کار تر بازاره» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د کابل پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو پوهنځي په نوښت، د طلوع ټلوېزیون د رئیس فریدالله محمدي له لوري وړاندې شو.
په سمینار کې د ژورنالېزم او اړیکو پوهنځي پر هر اړخیزې پېژندنې، موخو، نوښتونو، لاسته راوړنو او د پوهنځي او ټولنې په کچه پر فرهنګي او علمي فعالیتونو خبرې وشوې. همدارنګه، د کارموندنې د فرصتونو پر رامنځته کولو، راتلونکي کاري ژوند ته پر چمتووالي، د انګېزې پر ساتلو، د روښانه موخو پر ټاکلو او د چارو په ترسره کولو کې د نظم او دوام پر ارزښت ټینګار وشو.
ګډونوالو ته سپارښتنه وشوه چې خپلې وړتیاوې وپېژني او د پیاوړتیا لپاره یې دوامداره هڅې وکړي. همدارنګه، د بېلابېلو ژبو زده کړه، له نوې ټکنالوژۍ سره بلدتیا، د ویناوالۍ مهارت، د درسي کتابونو ترڅنګ پراخه مطالعه او د خپل مسلک د کاري بازار او اړتیاوو پېژندل د مسلکي پرمختګ او کارموندنې مهمې اړتیاوې وبلل شوې.
د سمینار په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
په دې سمینار کې د کابل پوهنتون د منسوبینو ترڅنګ، د طلوع او شمشاد ټلوېزیونونو استازو او د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې د رهبرۍ غړو هم ګډون درلود.
