ښاغلی پوهنوال ډاکټر ګل محمد باسل د بهرنیو ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د رییس په توګه وګومارل شو
د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د مقام په منظورۍ ښاغلی پوهنوال ډاکټر ګل محمد باسل د کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د رییس په توګه وګومارل شو. د روان لمریز کال د کب پر دویمه د دوشنبې پر ورځ په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې نوموړی د کابل پوهنتون د علمي چارو د مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي له خوا د بهرنیو ژبو او ادبیات د پوهنځي استادانو او کارکوونیکو ته ور وپېژندل شو.
ښاغلی پوهاند شریفي نوموړي ته په ورسپارل شوې دنده کې د برې پر هېلې سربېره وویل چې د چارو د لا پرمختګ لپاره په اداره کې بدلون یو مهم اصل دی؛ چې ټول یې باید درناوی وکړو. د علمی چارو مرستیال له ښاغلي پوهنوال ډاکټر باسل څخه په اوسنیو ستونزمنو حالاتو کې د درسي کیفیت، د چارو د لا ښه والي او په پوهنځي کې د نظم د ټینګښت لپاره د زیار غوښتنه وکړه. نوموړي هیله وښوده چي ښاغلی باسل د بهرنیو ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې مثبتو بدلونو د راوړو وړتیا لري.
د بهرنیو ژبو او ادبیاتو د پوهنځي رییس ښاغلی پوهنوال ډاکټر ګل محمد باسل؛ پر ده د کړي باور له امله د کابل پوهنتون د رهبرۍ، د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د اسلامي امارت د مننې سربېره ژمنه وکړه چې په خپل ټول وس سره به د درسی کیفیت د لوړوالي، د ښو خدمتونو د وړاندې کولو، تر لیسانس د لوړو پروګرامونو د رامنځته کونې او پرمختیا او په پوهنځي کې د نظم او مقررو د ټينګښت په لار کې به د زړه له کومې هڅې کوي.
ښاغلي باسل زیاته کړه چې د چارو د ښه پرمخ بیولو لپاره د کابل پوهنتون د ریاست، د استادانو چارو د امریت او د خپل پوهنخي د استادانو او کارکوونکیو ملاتړ اړین دی او هیله یې وکړه چې په دې برخه کې ورسره همکاري وشي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې هڅه به وکړي چې په پوهنځي کې وړاندې کېدونکی خدمات غوره، ځوابګر او د محصلینو له اړتیا سره سم شي.
تر ده وړاندې د نوموړي پوهنځي ریاست د ښاغلي پوهنوال محمد اسماعیل ناصري پر غاړه و.