د سولې دودولو لپاره د کابل پوهنتون د محصلینو د وړتیاوو لوړولو ورکشاپ جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۶:۱۲
ku

د سولې کلتور دودولو په هکله د کابل پوهنتون د محصلینو وړتیاوو لوړولو ورکشاپ د روان کال د زمري په ۵ د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو محصلینو په ګډون جوړ شو.

دا ورکشاپ د کابل پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت په همکاري د سولې لپاره د زده کړې او څېړنې موسسې له لوري جوړ شوی دی. پدې ورکشاپ کې د سولې، کړکېچ، تاوتریخوالي او په هیواد کې د سولې زده کړې کلتور دودولو په برخه کې ګډون کوونکو ته زده کړه ورکول کیږي. پدې ورکشاپ کې هڅه کیږي تر څو ګډونکوونکو ته په هیواد کې د سولې کلتور زده کړې ګټې او ښېګڼې زده او نور ورته وهڅوي. دا ورکشاپ د لسو ورځو لپاره دوام کوي او د مختلفو پوهنځيو ۲۰ تنه محصلینو پکې کړی دی.

د ورکشاپ په پای کې د شلو ګډون کوونکو له ډلې څخه لس تنه د غوره محصلینو په توګه ټاکل کیږي تر څو راتلونکو مرحلو لپاره په هیواد کې د سولې کلتور دودولو لپاره زیات وروزل شي. په افغانستان کې د سولې کلتور دودولو برنامه د اروپايي اتحادیې او نورو بنسټونو له لوري ملاتړ کیږي او په کابل او ننګرهار پوهنتونونو کې پلې کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: