په کابل پوهنتون کې د پرانیستې حکومتوالي علمي سمینار جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۶:۱۵
ku

د پرانیستې حکومتوالي اونۍ د غوايي په ۲۷ نېټه پیل، «د پرانیستې حکومتوالي علمي سمینار» د روان کال د غبرګولي په درېمه نېټه د دوشنبې په ورځ د ولسمشري ماڼۍ د عالي مقام دفتر – د پرانیستې حکومتوالي سکرتریت له لوري د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي نوراحمد درویش، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال، د روڼتیا سکتور امر او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام دفتر یو شمېر مسوولینو، د پوهنځیو رییسانو، استادانو او د کابل پوهنتون سلګونو محصلینو په ګډون د کابل پوهنتون د غونډو په مرکزي تالار کې جوړ شو.

ویناوالو پدې سمینار کې د پرانیستې حکومتوالي، د پرانیستې حکومتوالي اړتیاوې، د پرانیستې دولت ګټې او ځانګړنې، د پرانیستي حکومتوالي په پیاوړتیا کې د اکاډمیکو بنسټونو رول او ...  مفاهیم او مسایلو باندې خبرې وکړې او د دې معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ یې د پرانیستې حکومت والي نړۍ وال نوښت کې د افغانستان د غړیتوب بهیر، چې اوس یې تقریبآ ۸۸ هیوادونه غړيتوب لري او پرانیستې حکومتوالي ته متعهد دي هم خبرې وکړې. د دې برنامې په بله برخه کې ګرد مېز جوړ شوی وو، چې په هغه کې د پرانیستې حکومتوالي په اهمیت او رول، د پرانیستې حکومتوالي اغېز، په پرانیستې حکومتوالي کې د اکاډمیکو بنسټونو رول، په افغانستان کې پرانیستې حکومتوالي او هغه ته د افغانستان اړتیا او ... موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې او وروسته د ګډون کوونکو او د دې علمي سمینار د میز د غړو له لوري پوښتنو او ځوبونو سره پایته ورسېده.

د افغانستان دولت په ۱۳۹۵ هـ.ل کال کې د دې نړۍ وال نوښت غړیتوب ۸۵٪ معیارونه تر لاسه کړي دي، باید « په حکومتوالي کې د نوي ټکنالوژي څخه ګټه اخیستنه / Digital Government»، «عامه ګډون / Public Participation »، «حساب ورکوونه / Accountability» او «روڼتیا/ Transparency»، مهم دي. د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د وینا پربنسټ، چې یواځې دموکراسي ته پراختیا نه ورکوي بلکې بشري حقونه هم تضمین او تامینوي متعهد باقي پاتې کیږي، چې پدې توګه په ۱۳۹۷ کال کې ولسمشر د جمهوري ریاست دفتر تشکیلاتو د پرانیستې حکومتوالي سکرتریت منظور کړ. دې سکرتریت تر اوسه پورې ۱ او ۲ دوه ملي برنامو طرحې عملي کړي او اوس ۳ ملي عمل برنامه په حرکت کې ده، چې لویې موخې یې په حکومتوالي کې د ملي پالیسیو طرحه او تدوین دی او تر زیاته په پرانیستې حکومتوالي کې په عامه پوهاوي به تمرکز ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۵:۱۹
Background image

"شيدې له تولیده تر مصرفه" کنفرانس دائر شو

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي له لوري د شیدو له تولیده تر مصرفه، کیفیت لوړول، خوندیتوب او ټکنالوژۍ اړوند علمي کنفرانس دائر شو.

په دې کنفرانس کې د شېدو پر غذايي اهمیت، د تولید پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۴
Background image

محصلینو ته اصلاحي سمینار پيل شو

د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې د ژمنۍ رخصتۍ څخه په استفادې د دې پوهنتون او د مرکزي او شمالي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو يو شمير محصلینو ته اصلاحي سيمينار پيل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د نورستان پوهنتون استادانو ته د ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د مسلکي ظرفيت لوړونې آمریت له لوري د نورستان پوهنتون څلوېښت تنو استادانو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په یاد ورکشاپ کې به د څېړنې بنسټیز اصول. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: